• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان سوک وهونکي فواد عمرزاده د سوېډن اتلولي وګټله

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۶ GMT+۰

افغان سوک وهونکی فواد عمرزاده د سویډن د تنکیو ځوانانو د سوک وهنې په سیالیو کې ښه وځلېده او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د سویډن په هور ښار کې ترسره شوې او عمرزاده د ۵۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

دغه ځوان لوبغاړي په لومړۍ لوبه کې سهیل ناصر ته ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې ماهر نیهمه ته ماتې ورکړه او د سیالیو وروستي پړاو ته یې لاره وموندله. د یادو سیالیو په پای لوبه کې فواد عمرزاده د اورینا لېنډسټروم سره مخامخ شو او د غوره فعالیت سره یې د سیالۍ د سرو زرو مډال وګاټه.

دا د سویډن د تنکیو ځوانانو د سوک وهنې سیالیو په ډلبندۍ کې د فواد عمرزاده څلورمه اتلولي ده. هغه تراوسه پورې په خپل ورزشي مسلک کې ۲۶ بریاوې او یوازې یوه ماتې ثبت کړې ده او په بهر کې د افغانستان د سوک وهنې برخې له ښو استعدادونو ګڼل کېږي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي