افغانستان د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه حذف شو

د کاناډا پروړاندې د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په بریا سره، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شلاوریز نړۍوال جام له سیالیو حذف شوه. نیوزیلنډ د دغو سیالیو د څلورم ګروپ په خپلې وروستۍ لوبه کې کاناډا ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.


