جيډي وېنس: ایرانیان لا هم د ټرمپ د ځینو سرو کرښو منلو ته چمتو شوي نه دي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس له فاکسنیوز سره په خبرو کې ویلي، چې ایرانیان لا هم د ټرمپ د ځینو سرو کرښو منلو ته چمتو شوي نه دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس له فاکسنیوز سره په خبرو کې ویلي، چې ایرانیان لا هم د ټرمپ د ځینو سرو کرښو منلو ته چمتو شوي نه دي.
نوموړي د خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره زیاته کړه: «له ایران سره خبرې اترې له ځینو اړخونو ښې پرمخ لاړې، ټرمپ د یوې حللارې موندلو په لټه کې دی؛ که دا لاره د ډیپلوماسۍ له لارې وي او که له کومې بلې لارې».
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې که له ایران سره هوکړې ته رسېدل ممکن نه وي، واشینګټن چمتو دی چې د ایران پروړاندې پوځي اقدام وکړي.
له دې سره، ټرمپ دا ټینګار هم کړی و چې اټومي موضوع «ښکاره او جوته» ده او باید په هر ډول هوکړه کې شامله کړل شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.
ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.
سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.
همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.
الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۶۵۱وګړي ټپیان شوي هم دي.
په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

سيبياېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونهرسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکايي یهودانو د سازمانونو د مشرانو په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دی د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه شکمن دی، خو په خبره یې په دې هوکړه کې باید له ایران څخه د غني شویو اټومي موادو اېستل شامل وي.
نوموړي زیاته کړې: «په ایران کې باید د غني کولو هېڅ وړتیا پاتې نهشي، یوازې د غني کولو پروسې درول نه، بلکې د هغو وسایلو او زېربناوو لهمنځه وړل هم شامل وي چې تاسو ته لومړي سر کې د غني کولو اجازه درکوي».
ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په روانه اوونۍ کې پیل شي.
یو ایراني ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې ایران له امریکا سره د داسې یوې اټومي هوکړې په لټه کې دی، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.
ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو پخوانۍ شخړې د حل د یوې نوې پوځي شخړې د مخېنیي لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بېځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.
د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.
اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.
