• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: له افغانستان نه واردات مخ په زیاتېدو دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هرات او کابل ته د پلاوي لېږلو اعلان کړی او ویلي یې دي: «له افغانستان نه واردات مخ په زیاتېدو دي. سږ کال له دغه هېواده د پام وړ اندازه پنبه وارد شوې ده».

هغه ویلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د توازن رامنځته کولو لپاره ګډ پروګرامونه څاري. نوموړي زیاته کړې، چې قراردادي کرنه او د کرنیزو همکاریو پراختیا د دواړه هېوادونو د پروګرامونو اصلي برخې دي.

هغه له اېرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د تهران او طالبانو د هڅو په پایله کې به سوداګریز توازن ښه شي او «قراردادي کرنه» د دواړو هېوادونو له مهمو عملي پروګرامونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې سره به د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو په برخه کې د ایران د اړتیاوو یوه برخه د افغانستان له لارې پوره شي. سیادت ویلي:‌«د سوداګریز توازن او قراردادي کرنې موضوع د خراسان او هرات په ناستو او همدارنګه د دواړه هېوادونو په ګډو کمېسیونونو کې په جدي ډول څاري او د دولت په عمومي تګلارو کې هم ځانګړی ځای لري».

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو د لوی واټن په یادولو سره وویل: «افغانستان د صنعت او کانونو په برخه کې ایران ته د صادراتو لپاره ډېر ظرفیت نه‌لري؛ خو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لوړه وړتیا لري او کولای شي د ایران د اړتیاوو مهمه برخه پوره کړي».

سیادت ټینګار کړی، چې د دې موخې پوره کېدل تخنیکي پلان جوړونې او افغان بزګرانو ته د مسلکي سلامشورو ورکولو ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ که د افغانستان تولیدوونکو ته کرنیزې ماشینرۍ او تخنیکي پوهه ورکړل شي، نو ډېر هغه محصولات چې اوس له لرو هېوادونو واردېږي؛ ښایي په ښه کیفیت او لږ وخت کې په افغانستان کې برابر شي.

هغه د کاناډا څخه د حبوباتو وارداتو ته په اشارې وویل: «هغه حبوبات چې دوه میاشتې په سمندري لاره کې وي، د خپل کیفیت یوه برخه له لاسه ورکوي؛ حال دا چې همدغه محصولات له افغانستان نه په لوړ کیفیت واردېدای شي».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د افغان کونسلي استازولیو شورا: پر طالبانو دوامداره نړۍوال څار او فشار اړین دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او کونسلي استازوليو د همغږۍ شورا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو له پرېکړې هرکلی کړی او دغه پرېکړه یې د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې څرګنده نښه بللې ده.

یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په داسې وخت کې چې افغانستان له ژورو، سیاسي او بشري حقونو له کړکېچونو سره مخ دی؛ د دغه مېکانېزم دوام «اړین» دی، ځکه د افغانستان په اړه نړۍوال تمرکز ژوندی ساتي او له طالبانو سره د چلند لپاره یو همغږی او اصولي چوکاټ پیاوړی کوي.

نوموړې شورا ټینګار کړی، چې پر طالبانو دوامداره نړۍوال څار او فشار لا هم اړین دی؛ څو افغانستان د باور وړ سیاسي بهیر پر لور حرکت وکړي.

د اعلامیې له مخې؛ وروستي بحثونه چې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په کچه شوي، په‌کې څرګنده شوې، چې د افغانستان اوږدمهاله ثبات د «رښتیني ټول‌شموله سیاسي چوکاټ» او د یوې روښانه تګلارې جوړولو پورې تړلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بنسټیزو حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو بشپړ درناوی او د نړۍوالو ژمنو پوره کول به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل راتلونکی مسیر وټاکي.

یادې شورا ویلي، د څار ډلې ماموریت غځول یو فرصت برابروي؛ څو د حساب ورکونې، روڼتیا او د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د همغږۍ او هراړخیز نړۍوال چلند پر ارزښت ټینګار وشي. په پای کې دغې شورا ویلي، چې له نړۍوالو شریکانو، ملګرو ملتونو او ټولو اړخونو سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ څو افغانستان یو باثباته او ټول‌ګډونه راتلونکی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د ایران امنیتي ځواکونو په واورو کې بندپاتې ۳۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشېدي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې ایراني وسله‌والو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۰۰ بندپاتې افغان کډوال له سختې واورې او توپان څخه ژغورلي دي.

هغه د دوشنبې په ورځ ویلي، چې یادو کسانو د ایران خاورې ته په ناقانونه توګه د ننوتلو هڅه کوله؛ خو د سړې هوا، واورې او توپان له امله په پوله کې بندپاتې شوي وو. هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو یې یاد کسان له «مرګ» څخه وژغورل.

جمشیدي وویل، دغه کسان چې د سختې یخنۍ له امله اغېزمن شوي وو؛ سملاسي خوندي ځایونو ته ولېږدول شول. د هغه په وینا؛ په دغه مرکزونو کې هغوی ته اړین روغتیایي خدمتونه او لومړنۍ مرستې برابرې شوې دي.

د تایباد ولسوال ویلي، دغه ناقانونه کډوال به له بشپړې روغتیا او د قانوني او اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته طالب چارواکو ته وسپارل شي. جمشېدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د کنټرول لپاره د لا جدي همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دغه ډول پېښو د تکرار مخنیوی او د ناقانونه تګ‌راتګ درول د طالبانو حکومت له اغېزمنې همکارۍ پرته شوني نه‌دي.

تر دې وړاندې هم د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مجید شجاع ویلي و، یوه نهه کسیزه افغان کورنۍ چې د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله د تایباد په پوله کې بنده پاتې وه؛ د خراسان رضوي پوله ساتو ځواکونو له‌خوا وژغورل شوه.

همداراز د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان وکړ، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

سراج‌الحق: د خواجه اصف خبرې «غېر سنجیده» دي او خپلې ماضۍ پورې «ملنډې» وهي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیانونه «غېر سنجیده» دي او باید جدي ونه‌ګڼل شي. د سراج‌الحق په وینا، خواجه اصف په خپل قوم او خپلې ماضۍ «ملنډې» وهي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه په ډاګه کړې، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې باید جدي ونه‌ګڼل شي، ځکه سهار یوه خبره کوي او ماښام بله خبره کوي.

سراج‌الحق د پاکستان د دفاع وزیر د تېرې اوونۍ د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې پر افغانستان پخواني شوروي یرغل نه‌وو کړی او پر وړاندې یې جګړه «جهاد» نه‌وه، وویل، په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار د پاکستان په مرکزي شورا کې وو او دریځ یې هم دا وو، چې روسان باید له تورخم څخه ها خوا اېسار کړای شي.

خواجه اصف وايي چې امریکا دوی د «تشناب کاغذ» په څېر پرېښودل | افغانستان انټرنشنل پښتو

سراج‌الحق زیاتوي: «په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار په مرکزي شورا کې ناست وو. د هغه دریځ دا وو، که دا اژدهار موږ په افغانستان کې بند نه‌کړو او د روس دا توپان له تورخم څخه ها خوا موږ بند نه‌کړو، نو دا به پاکستان او له پاکستان پس نورو اسلامي هېوادونو ته هم ورسېږي».

د جماعت اسلامي پخوانی مشر د خواجه اصف دغو څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان چې د افغانستان په دوو جګړو کې ښکېل وو، د دین او یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه‌وې او جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف له افغان جګړې څخه یوازې د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته وویل: «د خواجه اصف سهار یو بیان وي ماښام بل بیان وي. زه یې ډېر سنجیده نه‌اخلم، په هر حال چې هر څه یې ویلي، غلطه خبره یې کړې ده».

د سراج‌الحق په بارو، خواجه اصف په خپل قوم، قومي اسمبلۍ او خپلې ماضۍ ملنډې وهي.

د سراج‌الحق په وینا، خواجه اصف یو ځلي ابدالي (احمدشاه ابدالي)، محمود غزنوي ته هم بد ویلي وو، «نو تا په خپلو مزایلو د ابدالي او غزنوي نومونه ولې اېښي»؟

نبیل اصف ته؛ پاکستان له پيله د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه نه يو هېواد | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل هم ویلي وو، چې «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې وه، چې پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.

هغه په ډاګه کړې وه، دا چې نن پاکستان وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نوم څخه د وسيلې په توګه کار واخيست.

ایراني چارواکی: طالبان ان یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰

د ايران پارلمان د اوبو، طبيعي زېرمو او کرنې د کمېسيون يو غړی اردقلي ابراهیمي وایي، طالبانو له ایران سره د اوبو په برخه کې لا تراوسه خپل تعامل نه دی عملي کړی. د نوموړي په خبره، طالبان د هلمند له سیند څخه یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي.

هغه له اېراف خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: «وچکالي هم خپل حد او اندازه لري؛ هغه اوبه چې په لوړو سيمو کې شته او ان وروستی بند چې د پولې ترڅنګ په صفري کرښه کې جوړ شوی، د دې لامل شوی چې ټولې اوبه او روانې سېلابي اوبه واړول شي؛ يعنې ان يو څاڅکی اوبه هم د ايران پر لور نه پرېږدي».

نوموړي د هلمند له سيند څخه د ايران د شاوخوا ۸۲۰ ميليونه مکعب مترو قانوني حق پر ټينګار سره د اوبو په ډيپلوماسۍ کې د اړوندو ادارو د جدي تعقيب غوښتنه وکړه.

نوموړي د ايران د چاپېريال ساتنې ادارې د مشرې شینا انصاری د هغو څرګندونو په اړه چې له طالبانو سره يې د حقابې پر سر د خبرو يادونه کړې وه، وويل: «دا موضوع د نړۍوال هامون تالاب پورې تړاو لري؛ هغه تالاب چې د سيمې له مهمو طبيعي زیست‌چاپېريالونو څخه ګڼل کېږي او د ايران او افغانستان پر ګډه پوله پروت دی». هغه زیاته کړې، له همدې امله د اوبو په ډيپلوماسۍ کې بايد جدي هڅې وشي او ادارې لکه د چاپېريال ساتنې سازمان، د برېښنا او اوبو وزارت او د بهرنيو چارو وزارت بايد په کلکه خپل حق وغواړي.

د ایران د پارلمان دې غړي د طالب چارواکو د وچکالۍ د ادعاوو په ځواب کې وويل: «افغاني لوری معمولاً وخت ټاکي او وايي چې غواړو شرايط وڅېړو، خو حقيقت دا دی چې موضوع روښانه ده. وګورئ، په کجکي بند او کمال‌خان بند کې په عملي ډول ټولې اوبه زېرمه او مهار شوې دي».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمخه څو څو ځله ایراني چارواکو ویلي چې د هلمند سیند د حقابې په تړاو یې له طالبانو سر خبرې اترې کړې دي او همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم منلې، چې د اوبو د ډېروالي په صورت کې له ایران سره په دې برخه کې همکاري کولای شي.

سراج‌الحق: د افغانستان او پاکستان د شخړې تر شا د امریکا لاس دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.

سراج‌الحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه‌ پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».

سراج‌الحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».

د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»

مولانا سراج‌الحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.

سراج الحق وایي، د طالبانو او پاکستان جګړه د هند په ګټه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نه‌شي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.

سراج‌الحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».

سراج‌الحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نه‌کېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».

نوموړی پرته له دې چې د ټي‌ټي‌پي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نه‌دی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».

هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.

سراج‌الحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».