په جېنوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیل شوې

د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په جېنوا کې پيل شو. په خبر کې ویل شوي، چې دغه ناسته د ایران پر وخت د سهار په نهه بجو په سویس کې د عمان په سفارت کې پيل شوه.