• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان سبا چارشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د سعودي عربستان د میاشتې لیدو کمېټې اعلان وکړ، چې میاشت یې لیدلې او سبا د چارشنبې په وځ، د فبروري ۱۸مه، د روژې لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان داسې مهال د چارشنبې په ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلانوي، چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې ددوی د میاشتې لیدو ډله لا هم د میاشتې په څارلو بوخته ده.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې یو ممثل پر جزايي اصولنامې د نیوکې له امله بښنې غوښتلو ته اړ کړی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۰
طالبانو په کندهار کې یو ممثل پر جزايي اصولنامې د نیوکې له امله بښنې غوښتلو ته اړ کړی
100%

په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست افغان ممثل او د ټولنیزو رسنیو فعال عبدالله ابدالي د طالبانو پر جزایي اصولنامې د نیوکې له امله احضار کړی او بښنې غوښتلو ته یې اړ اېستی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ابدالي پر فېسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي و، چې « په کندهار او ګڼو نورو ولایتونو کې د خدای رحمت باران په علماوو، اشرافو، متوسطه او ټیټه طبقه یو شان ورېږي.»

طالبانو دا پوسټ د خپلې جزایي اصولنامې سپکاوی وباله او هغه یې احضار کړ.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ابدالي لا هم د کندهار ولایت د امر بالمعروف ریاست په بند کې دی.

بل خوا، عبدالله ابدالي له نیول کېدو وروسته پر فېسبوک په یوه پوسټ کې له طالبانو بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې « زما موخه یوازې د خدای د رحمت د عاموالي او انساني برابرۍ پیغام شریکول و او هېڅکله مې موخه د ادارې مسوولینو مخالفت یا بې احترامي نه وه.»

ابدالي لیکلي: «له دې وروسته به په ټولنیزو رسینو او عامه بیانونو کې هېڅکله داسې څه ونه لیکم. د تېر لپاره له ټولو مشرانو بښنه غواړم.»

طالبانو له دې وړاندې هم په تیرو څو میاشتو کې مدني فعالان، خبریالان، او افغان ممثلان د بېلابېلو نظریاتو او نیوکو په خاطر احضار کړي، یا نیولي دي.

طالبانو درې پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان یوه پلاوي ته وسپارل

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰
طالبانو درې پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان یوه پلاوي ته وسپارل
100%

طالبانو اعلان کړی چې د روژې میاشتې د رارسېدو په درناوي او له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پالیسۍ په چوکاټ کې یې درې پاکستاني نظامیان ازاد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه پرېکړه د سعودي عربستان د غوښتنې په ځواب کې شوې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې «یاد اقدام د روژې د مبارکې میاشتې، چې د الهي رحمت او بښنې میاشت ده، په مناسبت شوی دی».

د معلوماتو له مخې، یاد درې پاکستاني سرتېري د ۲۰۲۵کال د اکتوبر پر۱۲مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو پرمهال نیول شوي وو.

طالبانو ویلي چې دغه اسیران د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي پلاوي د مېلمه‌پالنې په مناسبت ازاد او یاد پلاوي ته وسپارل شول.

مجاهد ټینګار کړی، چې دوی له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.

په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د درېواړو پوځیانو ږیرې اوږدې شوې او سپینې خولۍ یې پر سر دي.

د اکتوبر پر ۱۲مه طالبانو او پاکستاني ځواکونو پر یوه بل ډزې وکړې او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې او په سعودي عربستان، ترکیه او قطر کې یې ناستې هم ناکامې شوې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د ټي ټي پي د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او د ټي ټي پي مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ګڼي.

طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰
طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کان‌کېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.

د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰
د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د فراه ولایت په میل ۷۸ سیمه کې د ګمرک د ځینو کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی. د معلوماتو له مخې، طالبانو د معترضانو د خورولو لپاره ډزې کړې دي. د ځايي خلکو په وینا، په دې پېښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

د فراه د ګمرک کارګران چې د موټرو د تفتیش او د قاچاقي توکو د مخنیوي برخه کې فعالیت کوي، د معاشونو کمولو او ځینو کسانو د ګوښه کولو په غبرګون کې پر اعتراض لاس پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو په ترڅ کې د ګمرک دروازې تړل شوې او د ریاست ودانۍ ښیښې هم ماتې شوې دي.

اړونده طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اريانا افغان هوايي شرکت غواړي ۲ الوتکې وپېري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۰
د اريانا افغان هوايي شرکت غواړي ۲ الوتکې وپېري
100%

اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د اريانا-افغان شرکت د ریيس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یې له دوو بهرنیو شرکتونو سره د یوې ایرباس او یوې بوینګ الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې خبرو اترو کې له (MARS) دولتي شرکت سره د (A330-200) الوتکې د پېرلو او له (GA Talisis) ترکي شرکت سره د (B737-800) الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې شوې دي.

یاد شرکت د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په انلاین جلسو کې، له يادو شرکتونو سره ددغو الوتکو د پېرلو پر ټولو شرایطو بحثونه شوي او موافقه شوې، چې تر کتنې او ارزونې وروسته به راټول شوي معلومات د الوتکو د پيرلو د اړوندو دولتي ادارو له لوري تشکيل شوې کمېټې سره شريک کړي.

شرکت زیاتوي چې په دې ناسته کې د نويو الوتکو د پېرلو اړوند تخنیکي ارزونه، مالي وړاندیزونه، د داوطلبۍ شرایط او د نړیوالو معیارونو رعایت په تفصیل سره وڅېړل شول.

د یاد شرکت په وینا، کمېټې د شفاف، رقابتي او مسلکي بهیر پر تطبیق ټینګار کړې او پرېکړه یې وکړه، چې ټول پړاوونه به د هېواد د نافذه قوانینو او تدارکاتي اصولو سره سم پرمخ وړل کېږي.

د طالب مسوولینو په وینا، د نويو الوتکو پېرل به د اريانا افغان هوايي شرکت عملیاتي ظرفیت لوړ کړي، د الوتنو منظموالی به پیاوړی کړي او مسافرو ته به لا خوندي او باکیفیته خدمات برابر کړي.