برتران خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د اړیکو پرېکول درنې او ناوړه پایلې لرلای شي.
نوموړي په هغه مرکه کې چې د سېشنبې په ورځ له «هشت صبح» ورځپاڼې سره خپره شوې، ویلي: «زه ډېر لږ داسې غږونه اورم چې وړاندیز کوي باید له افغانستان سره په بشپړه توګه اړیکې پرې شي او دا هېڅ یو غږ هم د هېواد له دننه نه دی. هر ځل چې نړۍ له افغانستان څخه مخ اړولی، له لویو پایلو سره مخ شوی دی».
خو ښاغلي برتران ټینګار کړی، چې طالبان به تر هغو په یوازیتوب کې پاتې وي، څو د نړۍوالې ټولنې شرطونه پلي نه کړي.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنو ته په کتو دې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانستان نړۍوالو ژمنو ته دې درناوی وکړي.
یو شمېر لویو اروپايي هېوادونو له طالبانو سره د تعامل ملاتړ کړی دی. د جرمني حکومت خپلو وګړو سره ژمنه کړې، هغه افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې جرمي مخینه ولري. جرمني که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت سره یې د تعامل لاره خپله کړې، څو وکولای شي افغان کډوال بېرته ولېږي.
د ملايانو استثنايي امتیازونه
دغه لوړپوړي اروپايي ډیپلومات د طالبانو د محکمو پر جزايي اصولنامې سختې نیوکې وکړې او هغه یې د «ټولنیزې نابرابرۍ د بنسټ اېښودلو» سند بللی دی.
د هغه په وینا، دغه سند ملايان د واک تر ټولو لوړې کچې ته رسوي او هغوی ته مصوونیت ورکوي. نوموړي ویلي، چې په دې سند کې د ملايانو لپاره د حسابورکولو هېڅ روښانه میکانیزم نشته، حال دا چې د ټولنې نور غړي له داسې امتیازه برخمن نه دي.
برتران زیاته کړې، چې په دې اصولنامه کې کورنی تاوتریخوالی عادي بلل شوی او د حنفي مذهب پرته د نورو مذهبونو پیروان «ناسم مسلمانان» ګڼل شوي دي.
د هغه په وینا، د نننۍ نړۍ ډېرې مهمې ستونزې لکه منظم جرمونه او مالي درغلۍ، په دې قانون کې له پامه غورځول شوي او اصلي تمرکز یې پر ټولنیز کنټرول دی.
هغه ویلي، چې دغه اصولنامه د واک د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي، په ځانګړي ډول د طالبانو د مشرانو له لوري.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښځو وضعیت «د بشري حقونو بېساری سرغړونه» بللې او ویلي یې دي، چې دا حالت هېڅ ډول دیني او کلتوري توجیه نه لري.
هغه خبرداری ورکړی: «هېڅ هېواد نهشي کولای چې خپل ځان د خپل انساني ځواک له نیمایي برخې بېبرخې کړي».
اروپايي ټولنه؛ تر ټولو ستره مالي مرسته کوونکې
برتران ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو په کمېدو سره، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره تر ټولو ستره مالي مرسته کوونکې ګرځېدلې ده.
د هغه په خبره، تېر کال افغانستان ته د ورکړل شویو مرستو ۲۵ سلنه برخه د اروپايي ټولنې له خوا تمویل شوې وه او سږ کال به دا ونډه نوره هم لوړه شي.
هغه ټینګار کړی، چې دا مرستې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانونو له لارې رسېږي، نه د طالبانو ادارې ته.
متحده ایالات د کلونو لپاره افغانستان ته تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد و. یوازې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال ۳.۷ میلیارده ډالره مرسته له افغانستان سره شوې ده. خو ډونالډ ټرمپ چې بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو، له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې مرستې ودرولې.