• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رانا ثناءالله: عمران خان په زندان کې ښه شرایط او ژوند لري

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان شرایط په "لوړه کچه" دي او د درملنې بهیر یې هم په غوره ډول پر مخ ځي.

هغه خبرداری ورکړی، که د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د «لاریونونو» د پيل په اړه خبرې وکړي، نو کېدای شي د روژې په میاشت کې د تحریک انصاف د بنسټګر لیدنې هم وځنډول شي.

رانا ثناءالله له جیونیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې پر تحریک انصاف ګوند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ګوند د فبرورۍ په اتمه د هېواد په کچه د کاربندیز (تړلو) اعلان لپاره کوم ډول چمتووالی درلود؟

د هغه په وینا، د هغو ناستو او پرلتونو بڼې ته په کتو چې دوی تنظیم کړي وو، غوره دا وه چې داسې ګامونه نه وای اخیستل شوي.

رانا ثناءالله زیاته کړه، دا ډول لاریونونه او پرلتونه کېدای شي د تحریک انصاف پر ضد یا ان د عمران خان پر ضد د کومې دسیسې نښه وي. نوموړي وویل، دې ګوند ته وړاندیز شوی و، چې د ډي‌چوک پر ځای سنجاني سیمې ته ولاړ شي، څو خبرې اترې ترسره شي او دا یوه جدي هڅه وه؛ خو تحریک انصاف یا ښایي خپله عمران خان دا وړاندیز رد کړ.

د تحریک انصاف ګوند پلویانو په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عمران خان د خلاصون او د هغه د روغتیایي وضعیت د ډاډ په تړاو لاریونونه وکړل.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي