د ملک سلمان خیریه بنسټ پر راستنو شویو افغانانو خوراکي توکي وویشل

د ملک سلمان د مرستو او بشرپالنې مرکز پرون پر راستنو شویو افغان کډوالو ۳۲ ټنه خورما او څه کم ۷۰۰ د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې. یاد بنسټ وايي، چې دغه وېش د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ او د النور خیریه بنسټ په همکارۍ شوی.
