اسراییل یوازې لس زره فلسطینیانو ته په الاقصی جومات کې د لمانځه اجازه ور کړې

د اسراییل حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې یوازې لس زره فلسطینیانو ته اجازه ورکړې چې د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د جمعې لمونځ په الاقصی جومات کې ادا کړي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د دې پرېکړې له مخې له ۵۵ کلونو څخه پورته نارینه، له ۵۰ کلونو څخه پورته ښځې او تر ۱۶ کلونو ماشومان چې د کورنۍ یو نږدې غړی ورسره وي، اجازه لري د جمعې لمونځ په الاقصې جومات کې وکړي.