• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ډېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو په برید کې دوه کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسله‌والو د ګمرک په دفتر او پولیسو برید کړی، چې له امله یې ۲ کسه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند ویلي، وسله‌والو د شپې ناوخته د «یارک» پولیسو پر پوستې ډزې وکړې چې له امله یې یو پولیس افسر ووژل شو او ۲ نور ټپیان شول.

د هغه په وینا؛ ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي زیاته کړې، په همدې پېښه کې بریدګرو د پوستې ترڅنګ پر ګمرک دفتر هم برید وکړ چې له امله یې د ګمرک یو چارواکی ووژل شو او یو بل ټپي شو.

راپورونه ښيي، چې د یاد ګمرک یو بل کارکوونکی تری تم دی او د موندلو هڅې یې روانې دي. وسله‌والو په دغه برید کې دوه دولتي موټرونه هم ویجاړ کړي.
له پېښې وروسته سیمه د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او چاڼیز عملیات هم پیل شوي دي. چارواکي وایي، د بریدګرو د نیولو هڅې لاهم روانې دي او د پېښې په تړاو پلټنې دوام لري.
په سیمه کې لوړ امنیتي تدابیر اعلان شوي دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

خیبر پښتونخوا کې د یوې نښتې پرمهال ۳ پاکستاني ځواکونه او ۳ وسله‌وال وژل شوي دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۰
خیبر پښتونخوا کې د یوې نښتې پرمهال ۳ پاکستاني ځواکونه او ۳ وسله‌وال وژل شوي دي
100%

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې درې پاکستاني ځواکونه او درې وسله‌وال وژل شوي دي. دغه نښته د کبل ګرام په پېچلې غرنۍ سیمه کې د پاکستاني پوځ د یو لړ عملیاتو پرمهال شوې ده.

د پاکستان امنیتي ادارو د سې‌شنبې په ورځ ویلي، دغه عملیات د پولیسو او ترهګرۍ ضد ځانګې له‌خوا په ګډه ترسره شوي چې درې وسله‌وال په‌کې وژل شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، په دغه عملیاتو کې یې د وسله‌والو مشر نور اسلام هم وژلی چې د له‌منځه وړلو لپاره یې ۵۰ لکه کلدارې جایزه اېښودل شوې وه.

جیونیوز د پاکستان امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله‌والو په ډزو کې مقبول احمد، فدا حسین او سعید الرحمان په نومونو درې امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي. د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، چې په سیمه کې به یې د وسله‌والو د ځپلو لپاره عملیات دوام ولري.

تر اوسه د دغه نښتو په اړه کومې وسله‌والې ډلې څه نه‌دي ویلي.

مریم نواز: د خېبرپښتونخوا خلک لا هم د ډبرو په زمانه کې ژوند کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۰
مریم نواز: د خېبرپښتونخوا خلک لا هم د ډبرو په زمانه کې ژوند کوي
100%

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د دوشنبې په ورځ وویل، د خېبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم د "ډبرو زمانه" کې ژوند کوي او د دغه ایالت حکومت د ټکنالوژۍ په عصر کې د پرمختګ لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی. هغې زیاته کړه، چې د خېبرپښتونخوا خلک له پرمختګ څخه بې‌برخې پاتې دي.

د پنجاب اعلی وزیرې د ګجرات پوهنتون د لپ‌ټاپ کمپیوټرونو د وېش په مراسمو کې وویل، چې د پنجاب زده‌کوونکي د هون‌هار بورسونو، لپ‌ټاپ پروژو او فني زده‌کړو پروګرامونو ته لاسرسی لري. هغه وایي: «د پښتونخوا اوسېدونکي نه پوهېږي چې پرمختګ څه شی دی او نه پوهېږي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو لپاره مالي سرچینې نه لري».

مریم نواز په غېر مستقیم ډول د تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د ۱۳ کلنې حکومت یادونه وکړه او ویې ویل، چې د خلکو لپاره «پرمختګ څه دی» هم نه پوهېږي. هغې په ټوکه وویل، چې د خېبرپښتونخوا حکومت د خلکو هر ضرورت ته یوازې د «پوهاوي ورکولو» ځواب ورکوي.

هغې ټینګار وکړ، چې په خېبرپښتونخوا کې د مرکزي سړکونو بندول د پنجاب د سوداګرۍ پر فعالیت اغېز نه لري، بلکې د یاد ایالت د اقتصادي فعالیت په کمزوري کولو اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند له تېرو څو ورځو راهیسې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره لویې لارې بندې کړي او لاریونونه یې پیل کړي دي.

اېمل ولي خان: د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د پاکستان په لومړیتوبونو کې شامله نه ده

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰
اېمل ولي خان: د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د پاکستان په لومړیتوبونو کې شامله نه ده
100%

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په باجوړ کې د نن شپې چاودنې ته په اشارې سره ویلي، چې د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت په پښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت ته د پښتنو د ژوند او مال ساتنه لومړیتوب نه لري.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د باجوړ وضعیت خورا بوږنوونکی او د اندېښنې وړ دی. د راپورونو له مخې؛ نن ماښام د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند ملنګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټر بم برید شوی دی.

سرچینو ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان د امنیتي ادارو او سرحدي ځواکونو اووه عسکر وژل شوي او د هغوی مړي له یاد نظامي مرکز څخه را اېستل شوي دي او همداراز د دې پېښې له کبله نږدې په یوه کور کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.

تر بنو وروسته په باجوړ کې هم د ترهګرۍ پرله‌پسې پېښې او د دغو پېښو د مخنیوي په برخه کې د فدرالي او صوبايي حکومتونو عملي ناکامي او ګډ سیاسي مصلحت دا څرګندوي، چې د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د حکومت په لومړیتوبونو کې شامله نه ده. دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او د زغملو وړ نه دی».

د عوامي نشنل ګوند مشر زیاته کړې، چې په باجوړ کې تر برید وروسته پر امبولانسونو هم ډزې شوي او مرستندویه عملیاتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، څو مړي او زخمیان راپورته کړي. هغه له ځایي ادارو نه غوښتنه کړې، چې د حالاتو د کنټرول او د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره باید اړین بېړني اقدامات وکړي.

اېمل ولي زیاتوي: «عامو خلکو، ټولنیزو مشرانو او په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو څخه غوښتنه کوو، چې د مسوولیت احساس وکړي، د یووالي او ورورولۍ هڅې زیاتې کړي او د وضعیت د سمبالولو لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار واچوي».

په تېرو درېیو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي او نږدې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړو بوخت وي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې په کابل کې د واکمنو طالبانو ملاتړ د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شوی، خو افغان طالبان بیا دا تورونه بې‌بنسټه بولي او ټینګار کوي، چې دوی هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه پېښوي.

په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰
په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په ملنګي سیمه کې د یوې پخوانۍ دیني مدرسې په ودانۍ کې پر امنیتي پوسته ځانمرګی موټربم برید شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ودانۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه اوسېدل او تر اوسه د اوو تنو مړي د پېښې له ځایه اېستل شوي.

د سیمې یوه چارواکي «خراسان ډایري» پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا د موټر بم ځانمرګی برید و اوپر هغې مدرسې شوی، چې پخوا د طالبانو د اړوندو ډلو پټنځای و او اوس مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.»

ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او تر خاورو او کنډر د لاندې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.

ویل کیږي په نږدې کور کې یو ماشوم هم وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره هم شته.

تر اوسه پورې د برید له ځایه د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) اووه مړي ایستل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو بهیر چټک شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو بهیر چټک شوی
100%

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل له سیمې سرچینې وایي چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت کړي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

پولیس وایي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لارې تړل شوې او امنیتي پوستې زیاتې شوي دي، څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅېړي. د دوی په خبره، هغه افغانان چې د میشتیدنې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي، که یاد کسان تر ټاکلې مودې پورې ونه وځي، قانوني چلند به ورسره وشي.

همداراز د کورونو مالکانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې که بې‌اسناده افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړي، د هغوی پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.