د برلین په نړیواله غونډه کې افغان ښځو د جلاوطنه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

د برلین نړیوالې غونډې پرمهال افغان مېرمنو د طالبانو د واکمنۍ د بدیل په توګه د یوه مشروع جلاوطنه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په اتریش کې د افغانستان سفیرې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نړیواله ټولنه باید طالبان په رسمیت ونه پیژني.