• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګراهام: د ایران د مذهبي نظام بقا د ابراهیم تړون په څېر لاسته راوړنې ګواښي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام وایي، چې د ایران د مذهبي نظام بقا د ابراهیم تړون په څېر لاسته راوړنې ګواښي.

ګراهام د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید سره خپلې کتنې ته په اشارې د دې هېواد د عصري کولو د بهیر او د ابراهیم تړونونو د منلو ستاینه وکړه او ویې ویل، د سیمې نور هېوادونه هم باید له هغه څه چې په اماراتو کې روان دي ملاتړ وکړي او «يوازې نندارچیان پاتې نه‌شي».
هغه د سیمې دولتونو ته په خطاب کې زیاته کړه: «وپوهېږئ چې تاریخ د جوړېدو په درشل کې دی. ټرمپ داسې یوه سیمه غواړي چې ډېره د اماراتو په څېر وي او لږ د ایت‌الله په څېر وي».
ګراهام ټینګار وکړ، سیمه یوازې هغه وخت مخکې تللی شي چې له داسې یوه لیدلوري څخه پیروي وکړي چې "رڼا مني" او بېرته تېر ته نه ګرځي.
دغه جمهوري غوښتونکي سناتور همداراز پر هغو کسانو نیوکه وکړه، چې باور لري سیمه به د اسلامي جمهوري نظام په پاتې کېدو سره هم وده وکړي. هغه وویل، که چېرې د ایران مذهبي حکومت له وروستیو بدلونونو وروسته بیا هم پر خپل ځای پاتې شي او ځپنې ته دوام ورکړي، نو د ابراهیم د تړون په څېر لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي