طالبانو په ننګرهار کې دوه کسان د ۵۰زره نشه‌يي ګولیو د لېږد په تور نیولي

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړوند یې دوه کسه له شاوخوا ۵۰زره «زېکپ» نشه‌يي ګولیو سره نیولي دي. د یادې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو دغه نشه‌يي ګولۍ له هلمند نه ننګرهار ته لېږدولې.