طالبانو له ایران سره د برېښنا د پېر تړون وغځاوه

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي، چې له ايران سره یې د ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره د برېښنا د پېر تړون تمديد کړی. دغه شرکت نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه تړون تهران ته د برېښنا شرکت د يوه پلاوي د سفر پرمهال له ايراني چارواکو سره لاسليک شوی.