• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پروان کې ۱۸۳ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د پروان ولایت په شینوارو او سالنګ ولسوالیو کې د ۲۷۰ مېلیون افغانیو په لګښت ۱۸۳ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یادې پروژې د دواړو ولسوالیو په ۱۶۵ کلیو کې پلي شوې دي چې شاوخوا ۲۴زره او ۷۰۰ کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه پروژو کې د سړکونو جوړول، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، پلونه او د خوراکي توکو وېش شامل دی. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور ویلي، دغه پروژې د یاد وزارت تر لارښوونې لاندې د «اکټېد» موسسې له لوري پلي شوې او مالي ملاتړ یې د نړۍوال بانک له‌خوا شوی دی.

دغه وزارت ادعا کړې ده، چې د یادو پروژو د تطبیق پرمهال ۱۷زره او ۶۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۰
طالبانو په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بلخ ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند ترڅنګ د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په پروان کې د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۰
طالبانو په پروان کې د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې
100%

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وايي، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست رسنیو ته ویلي، چې د موسیقۍ دغه الې او لوډسپېکرونه یې د تېرکال پر مهال په ښار او ولسوالیو کې نیولي او تېره ورځ یې د طالبانو د ځانګړې کمېټې په مخ کې سوځولي دي.

یاد ریاست ویلي، څه موده وړاندې یې هم د موسیقۍ ورته الې راټولې کړې او له‌منځه وړې وې. طالبانو تر دې وړاندې له خلکو غوښتي و، چې د موسیقۍ د وسایلو له پېر، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.

دغه ډله موسیقي او ساز د «شریعت» خلاف ګڼي او پر مخنیوي یې ټینګار کوي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکو افغان کډوالو مرسته ترلاسه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکو افغان کډوالو مرسته ترلاسه کړې
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ځای پرځای کولو او ملاتړ خدمتونه برابر شوي چې په دې کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب او ټولنیز څار پروګرامونه هم شامل دي.

په افغانستان کې یاد بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ادارې په همکارۍ د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د استوګنې ملاتړ شوی دی. د دغه یادښت پربنسټ؛ د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکي افغان کډوال له مرستو برخمن شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ له دغه مرستو څخه تر ۷۸زره ډېرو ښځو او نجونو د خوندیتوب ځانګړي پروګرامونه ترلاسه کړي او له ۵۷زره کسانو سره د ټولنیز څار له لارې ارزونې ترسره شوې؛ ترڅو په ټولنه کې د خوندیتوب خدمتونه نور هم پیاوړي شي.

یونیسیار ټینګار کړی، چې د ټولنیزو بنسټونو له لارې د خوندیتوب او ملاتړ سیستم پراختیا د کډوالو او راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره حیاتي اهمیت لري او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

له ایران او پاکستان نه تر ۴زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شول

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۴ GMT+۰
له ایران او پاکستان نه تر ۴زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شول
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، یوازې پرون سې‌شنبه د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۸۱۲ کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۲۱۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو زیاته کړې، چې له ستنو شویو کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ په همدې ورځ ۷زره او ۱۲۰ کسان بیا خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په پاکستان کې د زیاتېدونکو فشارونو، محدودیتونو، ناوړه وضعیت او جبري ستنولو له امله له دغه هېواده هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

امسو: په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو دوسیې دې ژر وڅېړل شي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۰
امسو: په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو دوسیې دې ژر وڅېړل شي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) وایي، په پاکستان او ایران کې د برازیل بشرپاله ویزو ته په تمه یوشمېر افغان خبریالان او رسنیز فعالان له جبري اېستنې او سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د هغوی دوسیې باید په بېړني او شفاف ډول وڅېړل شي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې د هغو افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان نه وتلي او دا مهال په کوربه هېوادونو کې د جبري ستنېدنې له ګواښ سره مخامخ دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ اوږد اداري ځنډ، د ویزو د روښانه مهالوېش نشتوالی او دوامداره بې‌برخلیکۍ د دغه خبریالانو رواني او فزیکي وضعیت لاپسې کړکېچن کړی دی. امسو ټینګار کړی، چې د بشري حقونو له اصولو او د کډوالو د خوندیتوب له نړۍوالو مکلفیتونو سره سم باید د ګواښ سره مخ خبریالانو او رسنیزو فعالانو قضیې په شفاف، عادلانه او بېړني ډول وڅېړل شي.

د یاد سازمان په وینا؛ «خبریالان د عامه پوهاوي او حساب‌ورکونې بنسټیزې ستنې دي او د هغوی خوندیتوب د نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی». دغه سازمان د برازیل له حکومت او په کوربه هېوادونو کې د هغه هېواد له ډیپلوماتیکو استازولیو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د بشرپاله ویزو دوسیې ژر تر ژره وارزوي، د دغه بهیر په اړه روښانه مهالوېش اعلان کړي او د اوږد ځنډ له امله رامنځته شوی بشري وضعیت جدي و ارزوي.

امسو همداراز له نړۍوالو رسنیزو او بشري حقونو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو خبریالانو د خوندیتوب او بېړني لېږد لپاره خپلې هڅې پیاوړې او ګړندۍ کړي. نوموړي سازمان ټینګار کړی، چې د بیان ازادي، معلوماتو ته لاسرسی او د خبریالانو خوندیتوب نړۍوال ارزښتونه دي او هېڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې له امله له ګواښ او بې‌برخلیکۍ سره مخ نه‌شي.