طالبانو له پاکستان نه افغانستان ته د ۲۰۰ کیلو ګرامه درملو د قاچاق مخه نیولې

په نیمروز کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، ۲۰۰ کیلو ګرامه هغه انساني درمل یې نیولي چې له پاکستان نه دغه ولایت ته قاچاق کېدل. طالبانو زیاته کړې، چې یاد درمل یې په چهاربرجک ولسوالۍ کې نیولي دي.
