د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ له «دویچهویله» سره په یوه تازه مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د نفوذ کمېدو ته په اشارې وویل: «زه دا په ډاګه کوم چې هغوی کولی شي پیسې ولګوي، خو موږ دا وړتیا نه لرو».
پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ د اوږدې کرښې او د تېرو حکومتونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ له امله د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې یو له خورا اغېزمنو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.
پاکستان د طالبانو یو پیاوړی پوځي، مالي او سیاسي ملاتړی و او د پخواني افغان حکومت پروړاندې یې د دې ډلې په بریا کې مهم رول لوباوه. خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اسلاماباد او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، چې لامل یې د طالبانو له لوري د ټيټيپي او بلوڅ ازادۍ پوځ ملاتړ بلل کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې اسلاماباد د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ د پالیسۍ بیه پرې کوي. نوموړی د پاکستان داخلي ناامنۍ او ناورینونه د افغانستان په اړه د دوی د پالیسیو سره شریک بولي. نوموړي زیاته کړې: «دا وضعیت له افغانستان سره زموږ د مینې پایله ده».
یاد لوړپوړي پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې پاکستان له طالبان سره د خبرو اترو د دوام پرته بله چاره نه لري، خو له دې ډلې سره د اړیکو د ښه کېدو په اړه خوشبین نه دی.
خواجه اصف د هغو پاکستاني چارواکو له ډلې دی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په لومړیو ورځو کې د طالبانو پر بریا خوښي څرګنده کړې وه، خو اوس هغه پر خپل پخواني دریځ پښېمانه دی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د بریا په مناسبت پر ورکړي مبارکۍ پیغام افسوس کوي.
نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې هند د پاکستان په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورن کړ او وايي، چې د طالبانو او هند اړیکې په تېر یو نیم کال کې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ګرمې شوې دي.
خواجه اصف زیاته کړې، چې د پاکستان او طالبانو د شخړې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر کړی و. اصف ادعا کړې ده، چې هند هڅه کوي څو په دوو جبهو کې پر پاکستان فشار راوړي.