پاکستانی چارواکی: له افغانستان سره د تعامل شرط د ترهګرۍ د مسلې حل دی

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې له افغانستان سره د تعامل شرط دا دی چې لومړی باید د ترهګرۍ مسله حل شي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې له افغانستان سره اړيکې د ترهګرو د پټنځایونو تر له‌منځه وړلو پورې نه عادي کېږي.