په کابل او اسلام اباد کې سلګونه افغانان اړ دي چې د جرمني له مېلمستونونو ووځي

په دې ورځو کې په پاکستان او افغانستان کې له افغان کورنیو د جرمني مالي ملاتړ پای ته رسېږي. سلګونه کسان اړ دي چې د جرمني په تمویل کرایه شوي مېلمستونونه او خوندي کورونه پرېږدي.