• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف د واشنګټن په سفر کې د غزې سوله ساتي ځواک د ماموریت په اړه وضاحت غواړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په پام کې لري، چې غزې ته د پاکستاني ځواکونو له استولو وړاندې له واشنګټن نه یوڅه وضاحتونه وغواړي. دریو سرچینو رويټرز ته ویلي، اسلام اباد غواړي له امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې ځواک به یوازې د سوله ساتنې ماموریت پرمخ وړي.

شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د سولې بورډ لومړۍ رسمي ناسته کې ګډون کوي.

دې ناستې ته د شلو نورو هېوادونو استازي هم ورځي.

ټرمپ به په دې غونډه کې د غزې د بیا رغونې یو څو میلیارده ډالري پلان اعلان کړي او د فلسطین سوله ساتي ځواک لپاره به د ملګرو ملتونو اړوند تګلاره باندې خبرې وکړي.

د پاکستان دریو دولتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې شهباز شریف غواړي د ځواکونو له استولو وړاندې ددغه ځواک د واک ساحه او د قومانداني سلسله ښه درک کړي.

دغو سرچینو ویلي، چې دوی غزې ته ځواک استوي، خو د حماس په بې وسلې کولو کې ونډه نه شي اخېستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رويټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

که څه هم پاکستان د بورډ د جوړېدو ملاتړ کړی، خو د حماس د وسله‌والو بې‌وسې کولو یې ماموریت اندېښمن کړی دی.

شنونکي وايي چې اسلام‌اباد باید د ټرمپ د خوشاله کولو لپاره د ځواکونو ورکولو او په کوردننه احتمالي غبرګون ترمنځ انډول وساتي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې د پاکستان خلک یوازې د فلسطینیانو د خوندي کولو لپاره د ځواک استولو پلویان دي. هغه وویل: «که د ځواکونو له استولو وروسته په غزه کې حالات د فلسطینیانو لپاره ښه نه شي، نو په پاکستان کې به د عامو خلکو غبرګون پراخ وي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امو سیندغاړو د تحکیماتو د نهم لاټ چارې د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په یتیم تپه سیمه کې د امو سیند د غاړو د تحکیماتو پروژې د اتم لاټ چارې بشپړې شوې او د نهم لاټ عملي کارونه پیل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د اتم لاټ پروژه چې یو کیلومتر اوږدوالی او ۲۲ متره سور لري، د څه باندې ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د دې پروژې لګښت د یاد وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویل شوی دی.

همدارنګه، د نهم لاټ پروژه چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی لري، د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې ده. د دې پروژې مالي لګښت هم د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي.

طالبانو په نورستان کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ګرانبیه ډبرې وپلورلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د نورستان ځایي طالب مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۱ زره او ۷۸۶ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۱۳ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

د طالبانو د مسوولینو په وینا، په پلورل شویو ډبرو کې کونزیت، بیروج، بلور او مورگانیت شاملې دي، چې دا ټولې د دواب ولسوالۍ د ماوي له کانونو استخراج شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دې درکه به ۱۱ میلیونه او ۳۵۶ زره افغانۍ د دولت خزانې ته انتقال شي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې په یاده داوطلبۍ کې ۸۵ ملي سوداګرو برخه اخیستې وه

په جنیوا کې یوې افغانې د ښځو د حقونو او یوې ایرانۍ د زړورتیا جایزې وګټلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د جنیوا د بشري حقونو او دیموکراسي ۱۸مه غونډه د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۹مه و شوه. په دې غونډه کې افغانې تکواندوکارې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه او ایرانۍ فعالې مسیح علي‌نژاد د زړورتیا جایزه وګټله.

مرضیه حمیدي پېژندل شوې افغانه ورزشکاره ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته فرانسې ته لاړه او هلته یې د تکواندو تمریناتو ته دوام ورکړ.

مسیح علي نژاد ایرانۍ خبریاله، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده، چې د اجباري حجاب پر ضد یې «زما پټه ازادي» کمپاین پرمخ وړی دی.

هغې د ایران د پارلمان د خبریالې په توګه هم فعالیت کړی و، خو د ۱۳۸۸ کال له جنجالي ټاکنو وروسته یې ایران پرېښود او اوس په امریکا کې ژوند کوي.

علي نژاد د جایزې ترلاسه کولو پر مهال د ایران د حکومت اقداماتو ته اشاره وکړه او جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپایي مشرانو وغوښتل چې د ایران د لاریونونو د قربانیانو ملاتړ وکړي.

په دې غونډه کې وینزویلایي فعال پدرو اوروچورتو نوسلي هم د خپلې سیاسي مبارزې په خاطر جایزه ترلاسه کړه. هغه په وینزویلا کې د اپوزیسیون د رهبرانو ملاتړ کړی و.

طالبانو د روژې پر لومړۍ ورځ په دریو ولایتونو کې ۱۳ کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

طالبانو نن چارشنبه د روژې پر لومړۍ ورځ، په کابل، بلخ، غور او پروان ولایتونو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل کې ۵ کسان «د قماربازۍ په جرم او يو کس د لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ابتداییه محاکمو پنځه مجرمين په شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۱۵ - ۱۵ دُرو او يو متهم په ۲۹ دُرو سزا محکوم کړی دی.

په کابل کې له مارکېټونو راټول شوي نږدې ۱۰۰ ټنه بې کیفیته توکي له منځه وړل شوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰

د طالبانو کابل ښاروالۍ او ددې ډلې استخباراتو او د امربالمعروف وزارت کارکوونکو له مارکېټونو راټول شوي نږدې ۱۰۰ټنه نېټه تېر او بې کیفیته خوراکي توکي سوځولي دي.

په راټولو شویو توکو کې شیدې، بیسکټ، غوړي، پنیر، کنسرو شوې لوبیا او نخود، رومي بادنجان، چپس، پاپړ، دغه راز یو شمېر مثرفي توکي لکه صابون، شامپو او نور مینځنتوکي شامل وو.

دغه راز ، یو شمېر لوډسپیکرونه هم د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره راټول شوي.

د طالبانو اړونده چارواکو ویلي چې د ښاریانو روغتیا خوندي ساتلو لپاره به څارنه روانه وي او له پلورونکو او خلکو یې غوښتنه کړې چې د توکو نېټه او کیفیت ته جدي پام وکړي.