له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره؛ د خېبرپښتونخوا سر وزير د ځواک جوړولو اعلان وکړ

د خېبرپښتونخوا سر وزير سهيل اپريدي اسلاماباد کې د سترې محکمې مخې ته له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې د عمران خان د خلاصون لپاره به ځانګړی ځواک جوړ کړي. ښاغلي اپریدي زياته کړې، چې ډېر ژر به «د ازادۍ ځواک» په نامه يو منظم ځواک جوړ او ثبت شي.
هغه وړاندې ویلي، دغه ځواک به په سولهييز ډول مبارزه کوي. نوموړي وويل، چې د فبرورۍ په ۲۲مه به په پېښور کې د دغه ځواک د غړو لوړې مراسم ترسره شي. سهيل اپريدي زیاته کړې، چې د دغه ځواک لپاره به د قوماندې ځانګړی جوړښت په پام کې ونیول شي او د مشرتابه دنده به د عمران خان لهخوا یو کس ته وسپارل شي.
هغه داهم ویلي، چې لومړی به تياری نيسي او وروسته به مبارزه پيلوي. د هغه په وينا؛ دغه مبارزه به د ولسواکۍ، د اساسي قانون برلاسۍ او ازادو رسنيو د ملاتړ لپاره وي.
د هغه په وينا؛ د محکمې حکمونه نه عملي کېږي او عمران خان ته ان د شخصي ډاکټرانو د ليدو اجازه هم نهورکول کېږي. هغه ويلي، چې د عمران خان له لوري ورته پر سړکونو د پراخو لاریونونو ترسره کولو مشري هم ورسپارل شوې ده.
