• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: سږکال ۱۵۰زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

یونیسیار د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) ویلي، افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي چې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په خرابېدو دی. دغه سازمان په افغانستان کې پرله‌پسې طبیعي پېښې او کمزوری اقتصادي حالت هم د کډوالو په وړاندې پراته خنډونه یاد کړي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۵.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یونیسیار د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ۵ سلنه ستانه شوي بېرته د افغانستان نه د وتلو نیت لري.

یونیسیار ویلي: «د وتلو دغه پرېکړې په افغانستان کې د پاتې کېدو لېوالتیا د نشتوالي له امله نه‌د‌ي؛ بلکي د یوه باعزته او باثباته ژوند نه جوړېدو له کبله دي». یاد سازمان د ستنېدونکو افغان کورنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ټولنې د اړتیا اړوند به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

محمدخالد حنفي: د امر بالمعروف محتسبین حق لري هر سرغړوونکی مسوول له غاړې ونیسي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د کابل د علماوو او محتسبینو د همغږۍ غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې محتسبین کولای شي د قانوني سرغړونې په صورت کې له هر مسوول کس پوښتنه وکړي؛ خو باید له خپل صلاحیته ناوړه ګټه وانخلي او خپلې چارې د «اسلامي اصولو» له مخې ترسره کړي.

هغه په کابل کې د قانون د اغېزمن تطبیق په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې «جرأت د محتسبینو له ځانګړنو څخه دی. تاسو حق لرئ چې د سرغړونو په صورت کې هر مسوول له قانون سره سم له غاړې راونيسئ او پوښتنه ترې وکړئ».

حنفي محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې دندې د «اسلامي اصولو، نظم او انضباط» په رعایت سره ترسره کړي او له افراط او تفریط ډډه وکړي. هغه زیاته کړې: «له خپل مسؤولیت څخه ناوړه ګټه مه اخلئ، چارې مو له «اسلامي اصولو» سره سمې او له افراط او تفريط پرته مخته یوسئ».

نوموړي همداراز پر اخلاص، ثبات او ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي دي: «د دعوت او اصلاح پر وړاندې شته خنډونو ته مه تسلیمېږئ، خپلو چارو کې د الله رضا په پام کې ونیسئ او په اخلاص سره خپل مسوولیت ته پام وکړئ».

د هغه په وینا؛ یو بنسټیز شرط دا دی، چې محتسب دې له عقیدوي او فکري پلوه پوخوالي ته رسېدلی وي او د دیني مسوولیتونو په ادا کولو کې له صبر، استقامت او زغم کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک د طالبانو له محتسبینو سر ټکوي. تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه جوړ کړي دي. دوی زیاتوي، چې د څارنې دغه ډلې ځوانانو ته د ږېري د نه خريلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدولو لارښوونې کوي.

ازادۍ جبهه وایي که طالبان پرې برید ونه کړي تر اختره پورې خپل پوځي عملیات دروي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۵ GMT+۰

د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفه جبهه وایي، که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه ونه کړي؛ دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ برید ونه کړي.

یادې جبهې د روژې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ویلي، که طالبان د ولسي وګړو او په ځانګړې توګه د مېرمنو پر وړاندې غیرانساني او له تاوتریخوالي ډک چلند بدل نه‌کړي؛ نو دوی به د روژې په میاشت کې د یادې ډلې پر وړاندې د پوځي ځواب په غوراوي فکر وکړي.

د ازادۍ جبهې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د روژې په میاشت کې د خپلو پوځي عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ. یادې جبهې ویلي: «د ازادۍ جبهې جنګیالي د روژې مبارکې میاشتې د درناوي او د روژه‌ لرونکو ښاریانو د ذهني ارامتیا د ساتلو لپاره خپل ټول پوځي عملیات د کوچني اختر تر پایه په یو اړخیزه توګه تر هغه وخته ځنډوي، چې پرې برید ونه شي او د جبهې غړو، سنګرونو او اډو ته مستقیم ګواښ نه‌وي پېښ».

یادې جبهې خبردرای ورکړی، چې له اختر وروسته به د طالبانو د «ځپونکي او غاصب رژيم» پر وړاندې خپل پوځي پروګرامونه بېرته پيل کړي.

طالبانو په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بلخ ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند ترڅنګ د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په پروان کې د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۰

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وايي، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست رسنیو ته ویلي، چې د موسیقۍ دغه الې او لوډسپېکرونه یې د تېرکال پر مهال په ښار او ولسوالیو کې نیولي او تېره ورځ یې د طالبانو د ځانګړې کمېټې په مخ کې سوځولي دي.

یاد ریاست ویلي، څه موده وړاندې یې هم د موسیقۍ ورته الې راټولې کړې او له‌منځه وړې وې. طالبانو تر دې وړاندې له خلکو غوښتي و، چې د موسیقۍ د وسایلو له پېر، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.

دغه ډله موسیقي او ساز د «شریعت» خلاف ګڼي او پر مخنیوي یې ټینګار کوي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکو افغان کډوالو مرسته ترلاسه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ځای پرځای کولو او ملاتړ خدمتونه برابر شوي چې په دې کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب او ټولنیز څار پروګرامونه هم شامل دي.

په افغانستان کې یاد بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ادارې په همکارۍ د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د استوګنې ملاتړ شوی دی. د دغه یادښت پربنسټ؛ د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰زره راستنېدونکي افغان کډوال له مرستو برخمن شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ له دغه مرستو څخه تر ۷۸زره ډېرو ښځو او نجونو د خوندیتوب ځانګړي پروګرامونه ترلاسه کړي او له ۵۷زره کسانو سره د ټولنیز څار له لارې ارزونې ترسره شوې؛ ترڅو په ټولنه کې د خوندیتوب خدمتونه نور هم پیاوړي شي.

یونیسیار ټینګار کړی، چې د ټولنیزو بنسټونو له لارې د خوندیتوب او ملاتړ سیستم پراختیا د کډوالو او راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره حیاتي اهمیت لري او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.