طالبانو د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په ننګرهار کې ۱۸ کسان نیولي

طالبانو په ننګرهار ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۸ کسان نیولي دي. د یاد ولایت د طالبانو اړوند امنیه قوماندانۍ په وینا، دغه کسان د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي.