طالبان وایي ۶۵ټنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته ګرځولي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، د اسلامکلا بندر له لارې یې ۶۵ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره سمون نهلاره؛ بېرته ایران ته ګرځولي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، د اسلامکلا بندر له لارې یې ۶۵ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره سمون نهلاره؛ بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، یادو توکو ته د اړینو معیارونو د نه پوره کېدو له امله اجازه ورنه کړل شوه چې افغانستان ته وارد شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.
یونیسیار د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) ویلي، افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي چې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په خرابېدو دی. دغه سازمان په افغانستان کې پرلهپسې طبیعي پېښې او کمزوری اقتصادي حالت هم د کډوالو په وړاندې پراته خنډونه یاد کړي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۵.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یونیسیار د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ۵ سلنه ستانه شوي بېرته د افغانستان نه د وتلو نیت لري.
یونیسیار ویلي: «د وتلو دغه پرېکړې په افغانستان کې د پاتې کېدو لېوالتیا د نشتوالي له امله نهدي؛ بلکي د یوه باعزته او باثباته ژوند نه جوړېدو له کبله دي». یاد سازمان د ستنېدونکو افغان کورنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ټولنې د اړتیا اړوند به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د کابل د علماوو او محتسبینو د همغږۍ غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې محتسبین کولای شي د قانوني سرغړونې په صورت کې له هر مسوول کس پوښتنه وکړي؛ خو باید له خپل صلاحیته ناوړه ګټه وانخلي او خپلې چارې د «اسلامي اصولو» له مخې ترسره کړي.
هغه په کابل کې د قانون د اغېزمن تطبیق په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې «جرأت د محتسبینو له ځانګړنو څخه دی. تاسو حق لرئ چې د سرغړونو په صورت کې هر مسوول له قانون سره سم له غاړې راونيسئ او پوښتنه ترې وکړئ».
حنفي محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې دندې د «اسلامي اصولو، نظم او انضباط» په رعایت سره ترسره کړي او له افراط او تفریط ډډه وکړي. هغه زیاته کړې: «له خپل مسؤولیت څخه ناوړه ګټه مه اخلئ، چارې مو له «اسلامي اصولو» سره سمې او له افراط او تفريط پرته مخته یوسئ».
نوموړي همداراز پر اخلاص، ثبات او ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي دي: «د دعوت او اصلاح پر وړاندې شته خنډونو ته مه تسلیمېږئ، خپلو چارو کې د الله رضا په پام کې ونیسئ او په اخلاص سره خپل مسوولیت ته پام وکړئ».
د هغه په وینا؛ یو بنسټیز شرط دا دی، چې محتسب دې له عقیدوي او فکري پلوه پوخوالي ته رسېدلی وي او د دیني مسوولیتونو په ادا کولو کې له صبر، استقامت او زغم کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک د طالبانو له محتسبینو سر ټکوي. تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه جوړ کړي دي. دوی زیاتوي، چې د څارنې دغه ډلې ځوانانو ته د ږېري د نه خريلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدولو لارښوونې کوي.
د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفه جبهه وایي، که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه ونه کړي؛ دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ برید ونه کړي.
یادې جبهې د روژې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ویلي، که طالبان د ولسي وګړو او په ځانګړې توګه د مېرمنو پر وړاندې غیرانساني او له تاوتریخوالي ډک چلند بدل نهکړي؛ نو دوی به د روژې په میاشت کې د یادې ډلې پر وړاندې د پوځي ځواب په غوراوي فکر وکړي.
د ازادۍ جبهې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د روژې په میاشت کې د خپلو پوځي عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ. یادې جبهې ویلي: «د ازادۍ جبهې جنګیالي د روژې مبارکې میاشتې د درناوي او د روژه لرونکو ښاریانو د ذهني ارامتیا د ساتلو لپاره خپل ټول پوځي عملیات د کوچني اختر تر پایه په یو اړخیزه توګه تر هغه وخته ځنډوي، چې پرې برید ونه شي او د جبهې غړو، سنګرونو او اډو ته مستقیم ګواښ نهوي پېښ».
یادې جبهې خبردرای ورکړی، چې له اختر وروسته به د طالبانو د «ځپونکي او غاصب رژيم» پر وړاندې خپل پوځي پروګرامونه بېرته پيل کړي.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بلخ ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند ترڅنګ د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.
د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو لهمخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.
یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وايي، چې محتسبانو یې په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ الې او لوډسپېکرونه سوځولي دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه وسایل یې د تېر یوه کال په اوږدو کې راټول کړي وو.
په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست رسنیو ته ویلي، چې د موسیقۍ دغه الې او لوډسپېکرونه یې د تېرکال پر مهال په ښار او ولسوالیو کې نیولي او تېره ورځ یې د طالبانو د ځانګړې کمېټې په مخ کې سوځولي دي.
یاد ریاست ویلي، څه موده وړاندې یې هم د موسیقۍ ورته الې راټولې کړې او لهمنځه وړې وې. طالبانو تر دې وړاندې له خلکو غوښتي و، چې د موسیقۍ د وسایلو له پېر، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.
دغه ډله موسیقي او ساز د «شریعت» خلاف ګڼي او پر مخنیوي یې ټینګار کوي.