سعودي عربستان د چهارشنبې ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې هغو مسلمانانو ته چې روژه نمانځي، خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې او دا میاشت یې د روح د نوې کېدو، تفکر او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله.
هغه وویل، روژه د دعا، روژې نیولو او د کورنیو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا له لارې د خواخوږۍ، بښنې او عاجزۍ ارزښتونه روښانه کوي او هیله یې وښوده، چې دا موسم دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي.
د برېتانیا شاهي کورنۍ هم په یوه پیغام کې د برېتانیا، د ګډو هېوادونو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او د ارام او برکتي میاشت هیله یې وکړه. همدارنګه د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر هم مسلمانانو ته دا میاشت مبارک وبلله او دا یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړ.
په کاناډا کې لومړي وزیر مارک کارني په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې روژه د تفکر او دعا فرصت وباله او د کاناډا او نړۍ مسلمانانو ته یې د ارام او له برکته ډکې میاشتې هیله وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې وویل، چې دا میاشت د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا او یووالي فرصت دی.
هغه د نړۍ روانو کړکېچونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له افغانستان څخه تر یمن او له غزې تر سوډان پورې میلیونونه کسان له جګړې، لوږې، بېځایه کېدو او تبعیض سره مخ دي او باید په دې میاشت کې د خواخوږۍ او د اړمنو د ملاتړ پیغام ژوندی وساتل شي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي هم مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او ویې لیکل: «د روژې سپېڅلې میاشت د مسلمانانو لپاره فرصت دی څو خپل ایمان پیاوړی کړي، تفکر وکړي، بښنه وکړي او مینه او نېکۍ عملي کړي».
هغه وویل: «په روژه کې موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې زموږ د ملت بریا، ځواک او یووالی د هر اسټرالیايي پر بنسټیز حق ولاړ دی چې خپل دیني مراسم په ازاده او خوندي توګه ترسره کړي او په خپل هویت وویاړي».
د لندن ښاروال صادق خان په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل، چې د روژې د پیل پر مهال د خلکو له راټولېدو سره ښار په ځانګړې رڼا او شور ځلېږي او د هیلې او د کلتوري تنوع نښه ده. هغه زیاته کړه: «زما د کورنۍ له لوري ستاسو کورنۍ ته روژه مبارک».
په همدې حال کې، د اسراییل پوځ هم په یوه پیغام کې هغو کسانو ته چې دا میاشت نمانځي، د روژې مبارکي وویله.