والسټریټ ژورنال: تهران د خبرو اترو ترڅنګ جګړې ته هم چمتووالی نیسي

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، په داسې حال کې چې ایراني چارواکي له متحده ایالاتو سره د اټومي هوکړې غوښتونکي دي، خو په ورته وخت کې یې خپل پوځي چمتووالی ګړندی کړی، ترڅو د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې د احتمالي جګړې لپاره چمتو وي.





