• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا استازی: طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت شارژدافیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم په تړاو په دې شورا کې د واشنګټن د مرستیالې استازې تامي بروس خبرې په څو ژبو بیا خپرې کړې، چې وايي طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

ډان براون په پښتو، دري او انګریزي ژبو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو د کمېټې په ناسته کې د امریکا د مرستالې استازې تامي بروس د خبرو دا برخه پر اېکس خپره کړې، چې طالبان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې بندیان د مذاکراتو په وخت کې د فشار وسیله ګرځوي.

هغې ویلي و، چې طالبان لا هم یرغمل نیونې د ډیپلوماسي په توګه کاروي.

هغې مثال ورکړی و، چې د نیول شویو امریکايي وګړو په بدل کې طالبان د ګوانتانامو زندان کې د القاعدې شبکې د یوه غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې، خو په ورته وخت کې دغه ډله ژمنه کوي چې د ترهګرۍ ضد خپلو تعهداتو ته به ادامه ورکوي.

نوموړې له طالبانو وغوښتل، چې د یرغمل نیونې ټول ډولونه پای ته ورسوي.

د امریکا شارژدافیر ددې څرګندونو پښتو او دري غورچاڼ، چې له طالبانو سره تړاو لري، پر خپل اېکس د بروس له وینا سره یوځای خپور کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو فعالانو پر شهباز شریف غږ کړی چې په روژه کې د افغان کډوالو ستنول وځنډوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لیږلي لیک کې له اسلام اباده غوښتنه کړې چې د روژې او اختر په ورځو کې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول وځنډوي.

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو اېستل جدي بشري کړاوونه رامنځته کولی شي، کورنۍ بېلېږي او په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان تر ګواښ لاندې راځي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د روژې میاشت د رحمت او زغم موسم دی او د دې مبارکو ورځو په بهیر کې د انسانیت او همغږۍ اصول باید عملي شي.

دغه فدراسیون وړاندیز کړی چې د کډوالو د وضعیت د حل لپاره انساني، رضاکاره او له نړیوالو معیارونو سره سم میکانیزم جوړ شي او د نړیوالو ادارو په مرسته دوامدارې او د درناوي پر بنسټ حل لارې پلې شي.

فدراسیون ویلي، چې دا ډول پرېکړه به نه یوازې د ناوړه بشري پایلو مخه ونیسي، بلکې د پاکستان اخلاقي مقام او سیمه‌ییز دریځ هم ورسره پیاوړی کیږي.

شهباز شریف د واشنګټن په سفر کې د غزې سوله ساتي ځواک د ماموریت په اړه وضاحت غواړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په پام کې لري، چې غزې ته د پاکستاني ځواکونو له استولو وړاندې له واشنګټن نه یوڅه وضاحتونه وغواړي. دریو سرچینو رويټرز ته ویلي، اسلام اباد غواړي له امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې ځواک به یوازې د سوله ساتنې ماموریت پرمخ وړي.

شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د سولې بورډ لومړۍ رسمي ناسته کې ګډون کوي.

دې ناستې ته د شلو نورو هېوادونو استازي هم ورځي.

ټرمپ به په دې غونډه کې د غزې د بیا رغونې یو څو میلیارده ډالري پلان اعلان کړي او د فلسطین سوله ساتي ځواک لپاره به د ملګرو ملتونو اړوند تګلاره باندې خبرې وکړي.

د پاکستان دریو دولتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې شهباز شریف غواړي د ځواکونو له استولو وړاندې ددغه ځواک د واک ساحه او د قومانداني سلسله ښه درک کړي.

دغو سرچینو ویلي، چې دوی غزې ته ځواک استوي، خو د حماس په بې وسلې کولو کې ونډه نه شي اخېستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رويټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

که څه هم پاکستان د بورډ د جوړېدو ملاتړ کړی، خو د حماس د وسله‌والو بې‌وسې کولو یې ماموریت اندېښمن کړی دی.

شنونکي وايي چې اسلام‌اباد باید د ټرمپ د خوشاله کولو لپاره د ځواکونو ورکولو او په کوردننه احتمالي غبرګون ترمنځ انډول وساتي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې د پاکستان خلک یوازې د فلسطینیانو د خوندي کولو لپاره د ځواک استولو پلویان دي. هغه وویل: «که د ځواکونو له استولو وروسته په غزه کې حالات د فلسطینیانو لپاره ښه نه شي، نو په پاکستان کې به د عامو خلکو غبرګون پراخ وي».

د امو سیندغاړو د تحکیماتو د نهم لاټ چارې د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په یتیم تپه سیمه کې د امو سیند د غاړو د تحکیماتو پروژې د اتم لاټ چارې بشپړې شوې او د نهم لاټ عملي کارونه پیل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د اتم لاټ پروژه چې یو کیلومتر اوږدوالی او ۲۲ متره سور لري، د څه باندې ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د دې پروژې لګښت د یاد وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویل شوی دی.

همدارنګه، د نهم لاټ پروژه چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی لري، د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې ده. د دې پروژې مالي لګښت هم د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي.

طالبانو په نورستان کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ګرانبیه ډبرې وپلورلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د نورستان ځایي طالب مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۱ زره او ۷۸۶ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۱۳ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

د طالبانو د مسوولینو په وینا، په پلورل شویو ډبرو کې کونزیت، بیروج، بلور او مورگانیت شاملې دي، چې دا ټولې د دواب ولسوالۍ د ماوي له کانونو استخراج شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دې درکه به ۱۱ میلیونه او ۳۵۶ زره افغانۍ د دولت خزانې ته انتقال شي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې په یاده داوطلبۍ کې ۸۵ ملي سوداګرو برخه اخیستې وه

په جنیوا کې یوې افغانې د ښځو د حقونو او یوې ایرانۍ د زړورتیا جایزې وګټلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د جنیوا د بشري حقونو او دیموکراسي ۱۸مه غونډه د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۹مه و شوه. په دې غونډه کې افغانې تکواندوکارې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه او ایرانۍ فعالې مسیح علي‌نژاد د زړورتیا جایزه وګټله.

مرضیه حمیدي پېژندل شوې افغانه ورزشکاره ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته فرانسې ته لاړه او هلته یې د تکواندو تمریناتو ته دوام ورکړ.

مسیح علي نژاد ایرانۍ خبریاله، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده، چې د اجباري حجاب پر ضد یې «زما پټه ازادي» کمپاین پرمخ وړی دی.

هغې د ایران د پارلمان د خبریالې په توګه هم فعالیت کړی و، خو د ۱۳۸۸ کال له جنجالي ټاکنو وروسته یې ایران پرېښود او اوس په امریکا کې ژوند کوي.

علي نژاد د جایزې ترلاسه کولو پر مهال د ایران د حکومت اقداماتو ته اشاره وکړه او جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپایي مشرانو وغوښتل چې د ایران د لاریونونو د قربانیانو ملاتړ وکړي.

په دې غونډه کې وینزویلایي فعال پدرو اوروچورتو نوسلي هم د خپلې سیاسي مبارزې په خاطر جایزه ترلاسه کړه. هغه په وینزویلا کې د اپوزیسیون د رهبرانو ملاتړ کړی و.