طالبانو په کونړ کې د ۲۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورلې دي

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت ګران بیه کاني ډبرې د سوداګرو په حضور کې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي. د یاد ریاست په وینا؛ دغه ډبرې د ۲۲ مېلیونه او ۲۹۰زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې، چې یوه برخه به یې د دولت خزانې ته ور زیاته شي.

په کونړ کې د طالبانو د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، چې د یادې بولۍ له لارې د دغه ولایت له کانونو تازه کېندل شوې ۴۷۴ کیلوګرامه بیروج ډبرې پلورل شوې دي.