طالبانو په پروان کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پروان ولایت په شیخعلي ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو» په تور په دُرو وهلي دي.
