د مېرمن کلېنټن مقاله «د ښځو حقونه، ډیموکراټیک حقونه دي» تر سرلیک لاندې په امریکایي فارن افیرز مجلې کې خپره شوې ده، چې پهکې پر دیموکراسۍ او نړۍوال ثبات د ښځو د ځپلو بڼې او اغېزې څېړل شوې دي.
هېلري کلېنټن چې په امریکا کې له پیاوړو ښځو څخه ګڼل کېږي په خپلې مقالې کې لیکلي، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ؛ د هغوی له لومړنیو اقداماتو څخه یو یې دا و، چې ښځې له ښکاره او عامه رولونو څخه ګوښه کړي.
هغې څرګنده کړې، چې په ډېر لنډ وخت کې نجونې له منځنۍ زدهکړو محرومې شوې او ښځې له پوهنتونونو، دولتي دندو او له کوره بهر مسلکي فعالیتونو څخه منعه شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی، چې طالبان ادعا کوي دغه اقدامات د اسلامي ارزښتونو او ملي هویت د ساتنې لپاره ترسره کېږي؛ خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې داسې هېوادونه شته، چې هلته اسلام او ډیموکراسي په یو وخت کې غوړېدلي دي.
د کلېنټن په وینا؛ اصلي موخه ښکاره ځپل دي: ښځې له معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ څخه محرومول او د ټولنې نیمه برخه له عامه ژوند څخه ګوښه کولو سره واک ټینګول دي. هغې خبرداری ورکړی، چې نور استبدادي مشران په دقت سره ګوري او زده کوي چې څنګه د ښځو په ځپلو سره لا زیات واک ترلاسه کولای شي.
هغې لیکلي، چې د ایران په څېر هېوادونو کې مذهبي چارواکي د دوی د حجاب لرې کولو لپاره ځوانې مېرمنې وهي، بندیانوي او ان له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره کوي.
مېرمن کلېنټن ټینګار کړی، استبدادي رژیمونه سره له دې چې پراخ توپیرونه لري، د ښځو د حقونو سره ګډه دښمني لري؛ سېکولر یا مذهبي، لویدیځ یا ختیځ، پرمختللي یا مخ پر ودې، هر ډول ډیکټاتوران ښځې په نښه کوي.
یادې پخوانۍ امریکایي چارواکې په خپلې مقالې کې د نړۍ د دیموکراسۍ وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس استبدادي نظامونه له دیموکراتیکو نظامونو زیات شوي دي.
د هغې په وینا؛ د ښځو پر حقونو او فرصتونو برید کول او په ټولنه کې د هغوی بشپړ حضور محدودول ډېری وخت له پامه غورځول کېږي؛ خو پایله یې د دیموکراسۍ چټک کمزوري کېدل دي. په داسې حالت کې بنسټونه له دننه تشېږي، مخالفتونه جرم ګڼل کېږي او واک پرته له حسابورکونې د څو محدودو کسانو په لاس متمرکز کېږي. هغې ټینګار کړی، چې دغه بهیر تصادفي نه؛ بلکې په شعوري او پلان شوي ډول مخته وړل کېږي.