• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د اسرایيل سفیر: ایران بايد د ملګرو ملتونو د منشور په کمېټه کې نه وي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ویلي، ایران د ملګرو ملتونو د منشور د کمېټې د مرستیال په توګه ټاکل شوی. نوموړي ټینګار کړی، هغه حکومت چې د ملګرو ملتونو بنسټیز اصول په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي، نه‌شي کولای د همدې اصولو د ساتنې په مهم موقف کې ځای ولري.

نوموړي وویل: «د ملګرو ملتونو د منشور د کمېټې د مرستیال په توګه د اسلامي جمهوري نظام ټاکل کېدل یو اخلاقي تناقض دی او ملګري ملتونه باید هغو کسانو ته د مشروعیت ورکول بند کړي چې د دغه بنسټ د موخو پر خلاف عمل کوي».

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د روژې پر لومړۍ ورځ په دریو ولایتونو کې ۱۳ کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰
طالبانو د روژې پر لومړۍ ورځ په دریو ولایتونو کې ۱۳ کسان په دُرو وهلي دي
100%

طالبانو نن چارشنبه د روژې پر لومړۍ ورځ، په کابل، بلخ، غور او پروان ولایتونو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل کې ۵ کسان «د قماربازۍ په جرم او يو کس د لواطت» په تور په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ابتداییه محاکمو پنځه مجرمين په شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۱۵ - ۱۵ دُرو او يو متهم په ۲۹ دُرو سزا محکوم کړی دی.

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰
رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې
100%

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰
طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۰
تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۶۵۱وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰
ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي
100%

سي‌بي‌اېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونه‌رسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکايي یهودانو د سازمانونو د مشرانو په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دی د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه شکمن دی، خو په خبره یې په دې هوکړه کې باید له ایران څخه د غني شویو اټومي موادو اېستل شامل وي.

نوموړي زیاته کړې: «په ایران کې باید د غني کولو هېڅ وړتیا پاتې نه‌شي، یوازې د غني کولو پروسې درول نه، بلکې د هغو وسایلو او زېربناوو له‌منځه وړل هم شامل وي چې تاسو ته لومړي سر کې د غني کولو اجازه درکوي».

ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په روانه اوونۍ کې پیل شي.

یو ایراني ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې ایران له امریکا سره د داسې یوې اټومي هوکړې په لټه کې دی، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو پخوانۍ شخړې د حل د یوې نوې پوځي شخړې د مخېنیي لپاره مذاکرات پیل کړي دي.