• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او سعودي عربستان د اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تهران او واشنګټن د مذاکراتي پلاویو ترمنځ په سویس کې د دویم پړاو اټومي مذاکراتو په درشل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د خپلو خبرو پرمهال د امریکا او ایران ترمنځ د دویم پړاو اټومي خبرو د پرمختګونو په اړه هیله‌مندي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو خبرې د سې‌شنبې په ورځ په سویس کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

افغان اېواک د امریکا له دولت څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د ځنډېدلې پروسې په تړاو وضاحت غوښتی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د افغان‌اېواک بنسټ اعلان کړی، چې نن یې د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړو چارواکو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بهیر د بیا پیل او ارزونې په تړاو رسمي لیک استولی دی. دغه لیک د امریکا د بهرنیو ، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته لېږل شوی دی.

د لیک له‌مخې، که څه هم د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان په تړاو تګلارو کې بنسټیز بدلونونه راغلي، خو د امریکا حکومت له افغان پناه‌غوښتونکو سره د لېږد د شوې ژمنې په تړاو پر خپلو پرېکړو بیا کتنه نه ده کړې.

په لیک کې راغلي، چې د افغانانو د قانوني لېږد لارو ځنډول یا محدودول د روڼتیا، همغږۍ او د کانګرس له غوښتنو سره د سمون په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د «ښه راغلاست» پروګرام ځنډېدو د امریکا افغان متحدین له ګڼو ننګوونو، ابهام او ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي دي.

د افغان اېواک په وینا، دغه پروګرام د امریکا په معاصر تاریخ کې د کډوالۍ له تر ټولو خوندي او کره څېړل کېدونکو لارو څخه شمېرل کېده او د بیاکتنې تر بشپړېدو مخکې یې درول د حکومت د ستراتېژۍ په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په لیک کې ګڼو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په‌کې د ویزو د ورکړې ځنډول او د لېږد ځینو لارو بندېدل، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو په اداره کې د دوسیو د ارزونې د مودې اوږدېدل، د ګڼو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسېدل، د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر ځنډول او د قانوني اسناد لرونکو ځینو کسانو د نیول کېدو یا سختې څارنې په اړه اندېښنې شاملې دي.

افغان‌ اېواک وايي، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کمښت دې ته لاره هواره کړې ده چې ناسم معلومات د رسمي لارښوونو ځای ونیسي او کورنۍ اړ شي پر اوازو او اټکلونو تکیه وکړي.

د لیک په پای کې د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی، چې د افغانستان موضوع ګوندي او سیاسي مسئله نه ده، بلکې د امریکا د اعتبار، ملي امنیت او اوږدمهالو ژمنو سره تړاو لري. دغه بنسټ ویلي، چې د لیک د لېږلو موخه رغنده همکاري ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د خطر سره مخ افغانانو د ژوند ریښتینې ستونزې او شرایط د امریکا په وروستۍ پالیسۍ کې په پام کې نیول کېږي.

د برېټانیا پولیس د لندن د یوه هوايي ډګر له لارې د ښځو په لېږد کې د اپسټین رول ارزوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د برېتانیا پولیس ارزوي چې ایا جېفري اپسټین د لندن د سټېنسټېډ هوايي ډګر له لارې ښځې په شخصي الوتنو کې لېږدولې که نه. د اېسکس پولیسو وویل چې دوی یاد هوايي ډګر ته د اپسټین ټولې دوه اړخیزې الوتنې ارزوي.

د اپسټین قضیې په برېتانیا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ورته وخت کې د رویټرز او ایپسوس یوې نوې سروې ښيي چې ډېری امریکایان باور لري شتمن او ځواکمن کسان ډېر کم حساب ورکولو ته اړ کېږي. دا سروې وروسته له هغه شوې، چې د اپسټین د اړیکو په اړه میلیونونه اسناد خپاره شول.

په څلور ورځنۍ سروې کې ۶۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې دا جمله د دوی نظر «ښه» یا «ډېر ښه» بیانوي چې «د اپسټین دوسیې ښيي ځواکمن کسان په امریکا کې ډېر کم د خپلو کړنو لپاره حساب ورکوي».

نورو۱۷ سلنه ویلي چې دا نظر تر یوه بریده د دوی له فکر سره سمون لري. له جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو دواړو څخه تر ۸۰ سلنې زیاتو ویلي چې دا نظر لږ تر لږه تر یوه بریده د دوی له فکر سره برابر دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د کانګرس د امر له مخې پرله‌پسې اسناد خپاره کړي چې اپسټین د سیاست، مالي چارو، پوهنتونونو او سوداګرۍ له مشهورو څېرو سره تړي. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د یوې کم عمره نجلۍ د جنسي استثمار په ګډون په ځینو تورونو اعتراف کړی و. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک کې د زندان په کوټه کې ومړ او مرګ یې ځان وژنه وبلل شوه.

دې رسوایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره سیاسي ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه له کلونو راهیسې د اپسټین په اړه شکونه راپارول، خو اوس نیوکې ور باندې کېږي چې حکومت یې ټول معلومات نه دي افشا کړي.

ځینو مشهورو کسانو له دندو استعفاوې ورکړې، خو نور لا هم پر خپلو لوړو څوکیو پاتې دي. د ټرمپ د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک او ډاکټر مهمت اوز په اسنادو کې یاد شوي، خو د کوم ناسم کار رسمي تور پرې نه دی لګول شوی.

د روسیې او اوکراین د سولې خبرې له دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې د چارشنبې په ورځ په جنیوا کې تر دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې. د اوکراین ولسمشر وویل چې خبرې «ستونزمنې» وې او روسیه هڅه کوي د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره روان بهیر وځنډوي.

دغه خبرې چې د امریکا په منځګړیتوب کېدې، په داسې حال کې روانې وې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې دوه ځله ویلي وو چې د خبرو د بریالیتوب لپاره باید اوکراین او زیلینسکي عملي ګامونه واخلي.

زیلینسکي د چارشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: « پرونۍ غونډې رښتیا هم ستونزمنې وې او موږ ویلی شو چې روسیه هڅه کوي هغه مذاکرات وغځوي چې لا دمخه وروستي پړاو ته رسېدلی شوای».

له دې څرګندونو څو دقیقې وروسته، د روسیې دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې خبرې پای ته رسېدلې دي.

د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر میدنسکي خبریالانو ته وویل چې نورې خبرې به ژر وشي، خو نېټه یې و نه ښوده.

یو اوکرایني چارواکي تایید کړه چې د جنیوا خبرې «شاوخوا دوه ساعته» وغځېدې.

ملګري ملتونه: شخړې او بې‌ثباتي د مېندواره ښځو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د مېندواره ښځو د مړینې کچه د نورو هېوادونو پرتله پنځه برابره لوړه ده او شاوخوا دوه پر درېیمه برخه د ټولې نړۍ مېرمنې د مېندوارۍ پرمهال په دغه سیمو کې مري.

څېړنې ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د روغتیايي نظام کمزورتیا د مېندواره ښځو د مړینې اصلي لامل دی. د راپور پربنسټ؛ یوازې په ۲۰۲۳کال کې په دغه سیمو کې شاوخوا ۱۶۰زره ښځې د مخنیوي وړ مېندوارۍ ستونزو له امله مړې شوې، چې دا د نړۍ د ټولو مېرمنو د مړینې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د مړینې کچه ۵۰۴ ته رسېږي، په داسې حال کې چې په ټولنیز او ادارتي لحاظ بې‌ثباته هېوادونو کې دغه کچه ۳۶۸ ده او په باثباته هېوادونو کې یوازې ۹۹ ته رسېږي.

د یاد سازمان په خبره؛ د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او لومړني روغتیايي خدماتو پانګونه په ځانګړي ډول په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته سیمو کې د مېندواره ښځو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري. دارنګه د معلوماتو راټولول او د روغتیايي نظامونو انعطاف منونکی جوړښت کولی شي د مړینې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي، حتی په تر ټولو ننګونکو چاپېریالونو کې.

علیمه خان: د عمران خان په درملنه کې پر دولتي روغتونونو او ډاکټرانو باور نه‌لرو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان کورنۍ د هغه د روانې درملنې پر څرنګوالي نیوکه لري او غوښتنه کوي، چې کورنۍ ته دې د درملنې په بهیر کې د ګډون او څار اجازه ورکړل شي.

د عمران خان خور علیمه خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په هېڅ دولتي روغتون او یا هم هغو ډاکټرانو چې له حکومتي بنسټونو سره تړاو لري؛ باور نه‌لري. هغې ټینګار کړی، سره له دې چې هغوی خپل کورني ډاکټران ور پېژندلي وو؛ خو اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د عمران خان درملنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې دا خبرې کېږي چې ګواکې عمران خان به روغتون ته ولېږدول شي. د هغې په وینا؛ تر دې وړاندې هم ویل شوي و، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه به یو راپور خپور شي؛ خو خپور شوی راپور «ناسم» دی، ځکه په راپور کې د درملنې واضح پلان نه‌دی ذکر شوی.

علیمه خان پوښتنه کړې، که مسوولین باور لري چې د عمران خان درملنه په سمه توګه روانه ده؛ نو ولې یې جزییات له خلکو پټ ساتي؟ هغې د عمران خان له پلویانو غوښتي، چې سړکونو ته راووځي او د هغه د مناسبې او شفافې درملنې لپاره غږ پورته کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم د عمران خان د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. همداراز د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګه د ړندېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.