• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپاه پاسداران د یوه پوځي تمرین لپاره په هرمز تنګي کې تګ‌راتګ په لنډمهاله توګه منع کړ

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰

سمافور وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې ایران د سې‌شنبې په ورځ په جنیوا کې د اټومي خبرو اترو له نوي پړاو سره هم‌مهاله، د یوه پوځي تمرین د ترسره کولو لپاره د هرمز تنګي یوه برخه په لنډمهاله توګه وتړله.

تر دې وړاندې تسنیم راپور ورکړی و، چې د پوځي تمرینانو د دویم پړاو د ترسره کولو لپاره په دغه تنګي کې تګ‌راتګ د څو ساعتونو لپاره منع شوی دی. تسنیم د سپاه د سمندري ځواکونو د قوماندان علیرضا تنګسیري له قوله لیکلي، کله چې د تمریناتو اعلان کېږي، نو بېړۍ د هرمز تنګي شاته درېږي.
تنګسیري چې د دغه پوځي تمرین د څارنې لپاره د هرمز تنګي ته تللی و، وویل: «د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه د نظام له مشرانو سره ده او موږ یې ترسره کولو ته چمتو یو».
د سپاه د سمندري ځواکونو قوماندان د دغه پوځي تمرین موخه «د امنیت ټینګښت او د بېړۍ چلونې خوندي تګ‌راتګ» وښود او ویې ویل، چې په دې تمرین کې هر ډول دفاعي او هجومي سیسټمونه او وسلې وکارول شوې.
تنګسیري همداراز زیاته کړه، چې په دې پوځي تمرین کې د سپاه د سمندري ځواکونو د ډېر چټک توغندي ویشتونکو بېړیو قطعاتو شتون درلود او د بې‌پیلوټه الوتکو واحدونو هم د یرغلیزو او کشفي الوتکو په کارولو سره، د سیګنالونو د ګډوډۍ په سیمو کې د عملیاتو تمرینونه وکړل.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي