• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تېلو په برخه کې د امریکا بندیزونو د کیوبا د ګرځندوی صنعت فلج کړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړی، چې له ونزویلا څخه کیوبا ته د تېلو د صادراتو پروړاندې د امریکا د بندیزونو له امله ددغه ټاپووزمه هېواد د ګرځندوی صنعت د الوتکو د سون‌توکو د کمښت له امله فلج شوی. د دې ستونزې له امله، په تېرو اوونیو کې لویو هوايي شرکتونو کیوبا ته تر ۱۷۰۰ ډېرې الوتنې لغوه کړې دي.

رویټرز د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې لیکلي، د کیوبا ښکلي ساحلونه چې مخکې له سیلانیانو ډک وو، د الوتکو د سون‌توکو د کمښت له اعلان وروسته په ښکاره ډول خالي شوي دي. د ګرځندوی صنعت پاشل کېدل به د دغه هېواد اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د رویټرز د څېړنو له‌مخې، د هوټلونو، د سفر شرکتونو او هوايي لارو د وضعیت کتنه ښيي چې د تېلو کمښت نږدې ټول د کیوبا د ګرځندوی صنعت بنسټونه فلج کړي دي.

د ګرځندوی صنعت سقوط د واشنګټن پر هاوانا د فشار لومړی جدي پایله ګڼل کېږي. د امریکا حکومت هڅه کوي، چې د کیوبا حکومت د تېلو د محمولو لارې بندولو سره تر فشار لاندې راولي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کیوبا «د امریکا د ملي امنیت لپاره غېرمعمولي او فوق‌العاده ګواښ» بللی او خبرداری یې ورکړی، هر هغه هېواد چې کیوبا ته تېل رسوي، پرې مالیه وضع کېږي.

د ګرځندوی صنعت په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱.۳ میلیارده ډالره عاید ورکړی، چې د کیوبا د ټول عاید شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي. په هماغه کال کې ۲.۲میلیونه ګرځندویانو دې هېواد ته سفر وکړ، خو د امریکا د تېلو له بندیزونو وروسته د ۲۰۲۵ کال لپاره د ګرځندویانو شمېر ۱.۸ میلیونو ته راکم شوی. ویل کېږي، چې دا تر دوو لسیزو ډېر کم شمېر دی.

کیوبایي چارواکو په پیل کې ویلي و، چې ګرځندوی او د نړۍوالو الوتکو پروازونه به د بندیزونو له اغېز سره مخ نه‌شي، خو تېره اوونۍ یې هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د سون‌توکو زېرمه ډېر ژر پای ته رسېږي.

له دې خبرداري وروسته په اروپا، سوېلي امریکا، امریکا، روسیه او کاناډا کې ځینو هوایي شرکتونو کیوبا ته پروازونه کم کړي دي. د اېر کاناډا، وېسټ‌جیټ او ټرانسټ شرکتونه چې د کاناډایي ګرځندویانو د لېږد مهم شرکتونه ګڼل کېږي، خپل پروازونه دې ټاپو ته ځنډولي دي.

د ګرځندوی لارښود الخاندرو مورخون چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې په دې برخه کې فعالیت لري، وایي: «ټول شیان ورو ورو په سقوط دي».

همدارنګه، د جورجیا پوهنتون د اقتصاد استاد پایولو اسپادني رویټرز ته وویل: «د کیوبا د ګرځندوی صنعت سقوط کولای شي چې د دې هېواد د اقتصاد لپاره د نه زغملو وړ وضعیت رامنځته کړي او ان بقاء ته یې ګواښ پېښ کړي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایران د توغندیزو عملیاتو له امله پر الوتنو محدودیتونه ولګول

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ به د دغه هېواد د فضا په یوه برخه کې توغندیز عملیات ترسره شي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د ایران د هوايي حریم په یوه برخه کې به تر ۱۰ ساعتونو پورې پر الوتنو محدودیتونه وي.

د ایران له‌خوا دغه اقدام په داسې حال کې کېږي، چې ایران په روانه اوونۍ کې په هرمز تنګي کې پراخ سمندري عملیات پیل کړي دي.

پر همدغه مهال رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ده ایران به د پنجشنبې په ورځ له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي. راپورونه زیاتوي، چې د ایران او روسیې دا ګډ پوځي تمرینات په سیمه کې د تهران او د هغه متحدینو د ځواګ ښودلو په توګه ترسره کېږي.

د ایران له‌خوا پوځي فعالیتونه پر داسې مهال زیات شوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او امریکا هم ایران ته څېرمه خپلې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي.

ایران او سعودي عربستان د اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تهران او واشنګټن د مذاکراتي پلاویو ترمنځ په سویس کې د دویم پړاو اټومي مذاکراتو په درشل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د خپلو خبرو پرمهال د امریکا او ایران ترمنځ د دویم پړاو اټومي خبرو د پرمختګونو په اړه هیله‌مندي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو خبرې د سې‌شنبې په ورځ په سویس کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شوې.

افغان اېواک د امریکا له دولت څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د ځنډېدلې پروسې په تړاو وضاحت غوښتی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د افغان‌اېواک بنسټ اعلان کړی، چې نن یې د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړو چارواکو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بهیر د بیا پیل او ارزونې په تړاو رسمي لیک استولی دی. دغه لیک د امریکا د بهرنیو ، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته لېږل شوی دی.

د لیک له‌مخې، که څه هم د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان په تړاو تګلارو کې بنسټیز بدلونونه راغلي، خو د امریکا حکومت له افغان پناه‌غوښتونکو سره د لېږد د شوې ژمنې په تړاو پر خپلو پرېکړو بیا کتنه نه ده کړې.

په لیک کې راغلي، چې د افغانانو د قانوني لېږد لارو ځنډول یا محدودول د روڼتیا، همغږۍ او د کانګرس له غوښتنو سره د سمون په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د «ښه راغلاست» پروګرام ځنډېدو د امریکا افغان متحدین له ګڼو ننګوونو، ابهام او ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي دي.

د افغان اېواک په وینا، دغه پروګرام د امریکا په معاصر تاریخ کې د کډوالۍ له تر ټولو خوندي او کره څېړل کېدونکو لارو څخه شمېرل کېده او د بیاکتنې تر بشپړېدو مخکې یې درول د حکومت د ستراتېژۍ په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په لیک کې ګڼو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په‌کې د ویزو د ورکړې ځنډول او د لېږد ځینو لارو بندېدل، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو په اداره کې د دوسیو د ارزونې د مودې اوږدېدل، د ګڼو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسېدل، د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر ځنډول او د قانوني اسناد لرونکو ځینو کسانو د نیول کېدو یا سختې څارنې په اړه اندېښنې شاملې دي.

افغان‌ اېواک وايي، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کمښت دې ته لاره هواره کړې ده چې ناسم معلومات د رسمي لارښوونو ځای ونیسي او کورنۍ اړ شي پر اوازو او اټکلونو تکیه وکړي.

د لیک په پای کې د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی، چې د افغانستان موضوع ګوندي او سیاسي مسئله نه ده، بلکې د امریکا د اعتبار، ملي امنیت او اوږدمهالو ژمنو سره تړاو لري. دغه بنسټ ویلي، چې د لیک د لېږلو موخه رغنده همکاري ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د خطر سره مخ افغانانو د ژوند ریښتینې ستونزې او شرایط د امریکا په وروستۍ پالیسۍ کې په پام کې نیول کېږي.

د برېټانیا پولیس د لندن د یوه هوايي ډګر له لارې د ښځو په لېږد کې د اپسټین رول ارزوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د برېتانیا پولیس ارزوي چې ایا جېفري اپسټین د لندن د سټېنسټېډ هوايي ډګر له لارې ښځې په شخصي الوتنو کې لېږدولې که نه. د اېسکس پولیسو وویل چې دوی یاد هوايي ډګر ته د اپسټین ټولې دوه اړخیزې الوتنې ارزوي.

د اپسټین قضیې په برېتانیا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ورته وخت کې د رویټرز او ایپسوس یوې نوې سروې ښيي چې ډېری امریکایان باور لري شتمن او ځواکمن کسان ډېر کم حساب ورکولو ته اړ کېږي. دا سروې وروسته له هغه شوې، چې د اپسټین د اړیکو په اړه میلیونونه اسناد خپاره شول.

په څلور ورځنۍ سروې کې ۶۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې دا جمله د دوی نظر «ښه» یا «ډېر ښه» بیانوي چې «د اپسټین دوسیې ښيي ځواکمن کسان په امریکا کې ډېر کم د خپلو کړنو لپاره حساب ورکوي».

نورو۱۷ سلنه ویلي چې دا نظر تر یوه بریده د دوی له فکر سره سمون لري. له جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو دواړو څخه تر ۸۰ سلنې زیاتو ویلي چې دا نظر لږ تر لږه تر یوه بریده د دوی له فکر سره برابر دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د کانګرس د امر له مخې پرله‌پسې اسناد خپاره کړي چې اپسټین د سیاست، مالي چارو، پوهنتونونو او سوداګرۍ له مشهورو څېرو سره تړي. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د یوې کم عمره نجلۍ د جنسي استثمار په ګډون په ځینو تورونو اعتراف کړی و. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک کې د زندان په کوټه کې ومړ او مرګ یې ځان وژنه وبلل شوه.

دې رسوایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره سیاسي ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه له کلونو راهیسې د اپسټین په اړه شکونه راپارول، خو اوس نیوکې ور باندې کېږي چې حکومت یې ټول معلومات نه دي افشا کړي.

ځینو مشهورو کسانو له دندو استعفاوې ورکړې، خو نور لا هم پر خپلو لوړو څوکیو پاتې دي. د ټرمپ د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک او ډاکټر مهمت اوز په اسنادو کې یاد شوي، خو د کوم ناسم کار رسمي تور پرې نه دی لګول شوی.

د روسیې او اوکراین د سولې خبرې له دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې د چارشنبې په ورځ په جنیوا کې تر دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې. د اوکراین ولسمشر وویل چې خبرې «ستونزمنې» وې او روسیه هڅه کوي د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره روان بهیر وځنډوي.

دغه خبرې چې د امریکا په منځګړیتوب کېدې، په داسې حال کې روانې وې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې دوه ځله ویلي وو چې د خبرو د بریالیتوب لپاره باید اوکراین او زیلینسکي عملي ګامونه واخلي.

زیلینسکي د چارشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: « پرونۍ غونډې رښتیا هم ستونزمنې وې او موږ ویلی شو چې روسیه هڅه کوي هغه مذاکرات وغځوي چې لا دمخه وروستي پړاو ته رسېدلی شوای».

له دې څرګندونو څو دقیقې وروسته، د روسیې دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې خبرې پای ته رسېدلې دي.

د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر میدنسکي خبریالانو ته وویل چې نورې خبرې به ژر وشي، خو نېټه یې و نه ښوده.

یو اوکرایني چارواکي تایید کړه چې د جنیوا خبرې «شاوخوا دوه ساعته» وغځېدې.