• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوټ پروان او لغمان کې د موسیقۍ د الاتو سوځول وغندل

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ او د ځوانانو ارکستر د پرتګال له براګا ښار څخه په پروان او لغمان ولایتونو کې د طالبانو له لوري د موسیقۍ د سلګونو الې سوځول په کلکو ټکو وغندل.

یاد انسټېټیوټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو دغه کړنه يوازې پر هنر او کلتور نېغ بريد نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د کلتوري هويت او هنري ميراث د له‌منځه وړلو ښکاره هڅه بلل کېږي. د دغو هنري بنسټونو په اند، موسيقي د تاريخ په اوږدو کې د افغانانو د ټولنيز ژوند نه بېلېدونکې برخه پاتې شوې او د ملي يووالي په ټينګښت، د ارزښتونو په لېږد او د هېواد د کلتوري بېلابېلوالي په څرګندولو کې يې مهمه ونډه ادا کړې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د موسيقۍ زرګونه الې ماتې او له‌منځه وړل شوې دي او موسيقي په بشپړه توګه منع اعلان شوې ده. طالبانو د هېواد میلیونونه وګړي له خپلو بنسټیزو کلتوري او هنري حقونو بې‌برخې کړي او د هنرمندانو، موسیقۍ جوړوونکو او د هنر د مینه‌والو پروړاندې یې یو ځپونکی او وېروونکی چاپېریال رامنځته کړی دی.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ او د ځوانانو ارکستر دغه کړنه د کلتوري حقونو او اساسي ازادیو ښکاره سرغړونه بولي. دوی له نړۍوالې ټولنې، کلتوري بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي، چې د دغه اندېښمنوونکي بهیر پروړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د افغان موسیقۍ د میراث ساتنې او له هنرمندانو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د خبرپاڼې په پای کې ټينګار شوی، چې دغه دواړه هنري بنسټونه د افغانستان د موسيقۍ د ساتنې، ودې او پالنې پر خپل کلک هوډ ولاړ دي او باور لري، چې هنر او موسيقي به له ټولو بنديزونو سره سره ژوندۍ پاتې شي او د افغانستان د کلتور غږ به هېڅکله چوپ نه‌شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د افغان فلم پخوانۍ مشره: طالبان د هر ډول ازادۍ او خلاقیت مخالف دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د افغان فلم مشرې صحرا کریمي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، موسیقي، سینما او هنر د ازادۍ په خپرولو کې بنسټیز رول لوبوي. د هغې په وینا، هنري ازادي کولای شي د طالبانو پر ضد عامه افکار تنظیم کړي.

د نوموړې په خبره، طالبان پوهېږي چې هنر د دوی د ایډیالوژۍ لپاره ګواښ دی او له همدې کبله دوی د سینما او موسیقۍ سره دوښمني کوي. صحرا کریمي زیاته کړې، چې په افغانستان کې هنرمندان له سختو بندیزونو سره مخ دي او نه‌شي کولای چې هنري تولیدات ولري.

هغې وویل: «هنر عملا سقوط او سانسور شوی دی. تاسې هېڅ داسې هنري اثر نه‌شي موندلای چې افغانستان کې تولید شوی وي». د افغان فلم دې پخوانۍ مشرې زیاته کړې، چې پر هنرمندانو روان بندیزونه د افغان ټولنې لپاره خورا خطرناک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه طالبانو په پروان ولایت کې د موسیقۍ سلګونه الې سوځولې دي او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې له هنري کړنو څخه ځانونه وساتي.

افغان اېواک د امریکا له دولت څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د ځنډېدلې پروسې په تړاو وضاحت غوښتی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د افغان‌اېواک بنسټ اعلان کړی، چې نن یې د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړو چارواکو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بهیر د بیا پیل او ارزونې په تړاو رسمي لیک استولی دی. دغه لیک د امریکا د بهرنیو ، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته لېږل شوی دی.

د لیک له‌مخې، که څه هم د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان په تړاو تګلارو کې بنسټیز بدلونونه راغلي، خو د امریکا حکومت له افغان پناه‌غوښتونکو سره د لېږد د شوې ژمنې په تړاو پر خپلو پرېکړو بیا کتنه نه ده کړې.

په لیک کې راغلي، چې د افغانانو د قانوني لېږد لارو ځنډول یا محدودول د روڼتیا، همغږۍ او د کانګرس له غوښتنو سره د سمون په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د «ښه راغلاست» پروګرام ځنډېدو د امریکا افغان متحدین له ګڼو ننګوونو، ابهام او ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي دي.

د افغان اېواک په وینا، دغه پروګرام د امریکا په معاصر تاریخ کې د کډوالۍ له تر ټولو خوندي او کره څېړل کېدونکو لارو څخه شمېرل کېده او د بیاکتنې تر بشپړېدو مخکې یې درول د حکومت د ستراتېژۍ په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په لیک کې ګڼو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په‌کې د ویزو د ورکړې ځنډول او د لېږد ځینو لارو بندېدل، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو په اداره کې د دوسیو د ارزونې د مودې اوږدېدل، د ګڼو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسېدل، د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر ځنډول او د قانوني اسناد لرونکو ځینو کسانو د نیول کېدو یا سختې څارنې په اړه اندېښنې شاملې دي.

افغان‌ اېواک وايي، د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کمښت دې ته لاره هواره کړې ده چې ناسم معلومات د رسمي لارښوونو ځای ونیسي او کورنۍ اړ شي پر اوازو او اټکلونو تکیه وکړي.

د لیک په پای کې د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی، چې د افغانستان موضوع ګوندي او سیاسي مسئله نه ده، بلکې د امریکا د اعتبار، ملي امنیت او اوږدمهالو ژمنو سره تړاو لري. دغه بنسټ ویلي، چې د لیک د لېږلو موخه رغنده همکاري ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د خطر سره مخ افغانانو د ژوند ریښتینې ستونزې او شرایط د امریکا په وروستۍ پالیسۍ کې په پام کې نیول کېږي.

خواجه اصف وايي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شوی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سیمې د نورو هېوادونو پرتله خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې ترکیه، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان او چین پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ له «دویچه‌ویله» سره په یوه تازه مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د نفوذ کمېدو ته په اشارې وویل: «زه دا په ډاګه کوم چې هغوی کولی شي پیسې ولګوي، خو موږ دا وړتیا نه لرو».

پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ د اوږدې کرښې او د تېرو حکومتونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ له امله د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې یو له خورا اغېزمنو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

پاکستان د طالبانو یو پیاوړی پوځي، مالي او سیاسي ملاتړی و او د پخواني افغان حکومت پروړاندې یې د دې ډلې په بریا کې مهم رول لوباوه. خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اسلام‌اباد او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، چې لامل یې د طالبانو له لوري د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ پوځ ملاتړ بلل کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې اسلام‌اباد د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ د پالیسۍ بیه پرې کوي. نوموړی د پاکستان داخلي ناامنۍ او ناورینونه د افغانستان په اړه د دوی د پالیسیو سره شریک بولي. نوموړي زیاته کړې: «دا وضعیت له افغانستان سره زموږ د مینې پایله ده».

یاد لوړپوړي پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې پاکستان له طالبان سره د خبرو اترو د دوام پرته بله چاره نه لري، خو له دې ډلې سره د اړیکو د ښه کېدو په اړه خوشبین نه دی.

خواجه اصف د هغو پاکستاني چارواکو له ډلې دی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په لومړیو ورځو کې د طالبانو پر بریا خوښي څرګنده کړې وه، خو اوس هغه پر خپل پخواني دریځ پښېمانه دی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د بریا په مناسبت پر ورکړي مبارکۍ پیغام افسوس کوي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې هند د پاکستان په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورن کړ او وايي، چې د طالبانو او هند اړیکې په تېر یو نیم کال کې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ګرمې شوې دي.

خواجه اصف زیاته کړې، چې د پاکستان او طالبانو د شخړې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر کړی و. اصف ادعا کړې ده، چې هند هڅه کوي څو په دوو جبهو کې پر پاکستان فشار راوړي.

فرید حمیدي: د طالبانو په جزایي اصول‌نامه کې د خلکو طبقاتي وېش افغانانو ته سپکاوی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د طالبانو په نوې جزایي اصول‌نامه کې انسانان په طبقو وېشل شوي او ملایان له عامو وګړو لوړ ګڼل شوي دي. هغه زیاتوي، چې دا ډول وېش افغانانو ته سپکاوی دی.

هغه له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په یوې مرکه کې همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو د جزایي اصول‌نامې لیکوالان معلوم نه دي او څرګنده نه ده چې دا اصول‌نامه چا ترتیب کړې او علمي کچه یې څومره ده. حمیدي وویل: «په افغانستان کې د امان‌الله خان له نظام‌نامو راهیسې تر اوسه هر قانون چې جوړ شوی، د هغو د وضع کولو کمېټې، د تدوین غړي، د لویې جرګې استازي او ټول اسناد یې په ارشیف کې خوندي دي».

هغه زیاتوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله پټ دی، د افغانستان خلک د هغه په اړه بشپړ معلومات نه لري او ان علمي اسناد یې هم چا ته څرګند نه دي. د نوموړي په خبره: «لږ تر لږه باید د هغو کسانو نومونه له دې اصول‌نامې سره یوځای خپاره شوي وای چې پر دې قانون یې کار کړی دی او د هغوی علمي کچه او معلومات هم باید له خلکو سره شریک شوي وای».

پخواني لوی څارنوال په دې مرکه کې د خپلو خبرو پر دوام د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر هغه خبرې وغندلې، چې ویلي یې دي د طالبانو پر جزایي اصول‌نامې نیوکه کوونکي «کافران» دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د مشرانو دیني القاب هم جعلي دي او نه‌شي کولای چې فتواوې ورکړي.

د فرید حمیدي په خبره، د طالبانو قاضیان قضايي وړتیا نه لري او سیاسي کسان دي. هغه زیاتوي: «دوی د یو تنظیم، یو ګوند او د طالبانو ډلې غړي دي؛ په عصري قضایي نظامونو کې د قضا سیاسي کول یا په یوې ډلې پورې یې تړل په خپله د انصاف او عدالت خلاف عمل دی».

نوموړی وايي، طالبان ورځ تر بلې په فساد کې ډوبېږي، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال افغانستان د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو له نوملړ څخه وتلی و. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو اصول‌نامه هم د فساد ښکار کېږي او که پلې شي؛ نو خلک به له قضایي خوندیتوب څخه بې‌برخې شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د‌ طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلو محاکمو لپاره یوه جزایي کړنلاره توشېح کړه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارول. یو شمېر افغان حقوق‌پوهانو ویلي، چې په دې اصول‌نامه کې ملایان تر نورو انسانانو غوره ګڼل شوي او ګڼ معافیتونه ورکړل شوي؛ خو برعکس عام وګړي بیا له سختو محدودیتونو او سزاوو سره په‌کې مخ شوي دي.

همداراز یو شمېر دیني عالمانو هم د طالبانو دا جزایي قانون له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.

طالبان وايي په هلمند کې یې د غېرقانوني درملو یو زېرمتون له‌منځه وړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې یې د درملو په ګډون د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف او له‌منځه وړی دی. د طالبانو په وینا، په دغه زېرمتون کې بې‌کیفیته او غېرقانوني توکي ساتل کېدل او پلان و، چې د روژې په میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د فرعي ګمرکونو مسوولینو د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف کړی دی.

د طالبانو په وینا، په دغه زېرمتون کې ۳۴ زره او ۹۳۵ کیلوګرامه درمل، ملایي، اورلګیت او بیسکېټ نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد بې‌کیفیته توکي په غېرقاني او قاچاقي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد کړل شوي او په یاد زېرمتون کې ځای پرځای شوي وو.

طالبانو ویلي، چې د یادو موادو په تړاو یې څوک نه دي نیولي، خو په اړه یې پلټنې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له تېرو څو میاشتو راهیسې بندې شوې دي او ورسره سم په بازارونو کې د خوراکي توکو او درملو بیې څو چنده لوړې شوې دي، چې له امله یې سوداګر او هټۍوال بیا پر قاچاقي لارو د توکو د لېږد رالېږد هڅه کوي.