رویټرز: امریکا به په سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول د کب تر ۲۵مې بشپړ کړي

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران د وضعیت په اړه د وروستیو پرمختګونو راپور ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران د وضعیت په اړه د وروستیو پرمختګونو راپور ورکړی دی.
د رویټرز د راپور لهمخې، تمه کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي له امریکايي مرکچیانو سره د سېشنبې د ورځې له لیدنې را وروسته د هغو موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول وسپاري، چې ډونالډ ټرمپ پرې ټینګار لري. ویل کېږي، چې د دغو وړاندیزونو موخه د ایران او امریکا ترمنځ له مخامخ ټکر او شخړې څخه مخنیوی دی.
دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د وضعیت په خونه کې جوړه شوې وه، اعلان وشو چې ټول هغه پوځي ځواکونه چې سیمې ته استول شوي دي، باید د مارچ میاشتې تر نیمايي یعنې د کب تر ۲۵مې نېټې پورې په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې بشپړ ځای پر ځای شوي وي.
یادې سرچینې رویټرز ته دا هم ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د فبرورۍ په ۲۸مه چې د کب له لسمې نېټې سره برابره ده اسراییل ته سفر وکړي، څو له بنیامین نتنیاهو سره وګوري او د ایران په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.