په میدان وردګ کې د شاوخوا ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړه شوه

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د شاوخوا ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت یوه معیاري سړه خونه جوړه شوه. د یاد ریاست په وینا؛ دغه سړه خونه د ۲زره مټریک ټنو د ساتنې ظرفیت لري.

دغه ریاست زیاته کړې، دامهال په میدان وردګ ولایت کې څلور سړې خونې جوړې شوې او هڅه کېږي چې دغه شمېر تر دې لوړ شي.