• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علیمه خان: د عمران خان په درملنه کې پر دولتي روغتونونو او ډاکټرانو باور نه‌لرو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان کورنۍ د هغه د روانې درملنې پر څرنګوالي نیوکه لري او غوښتنه کوي، چې کورنۍ ته دې د درملنې په بهیر کې د ګډون او څار اجازه ورکړل شي.

د عمران خان خور علیمه خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په هېڅ دولتي روغتون او یا هم هغو ډاکټرانو چې له حکومتي بنسټونو سره تړاو لري؛ باور نه‌لري. هغې ټینګار کړی، سره له دې چې هغوی خپل کورني ډاکټران ور پېژندلي وو؛ خو اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د عمران خان درملنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې دا خبرې کېږي چې ګواکې عمران خان به روغتون ته ولېږدول شي. د هغې په وینا؛ تر دې وړاندې هم ویل شوي و، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه به یو راپور خپور شي؛ خو خپور شوی راپور «ناسم» دی، ځکه په راپور کې د درملنې واضح پلان نه‌دی ذکر شوی.

علیمه خان پوښتنه کړې، که مسوولین باور لري چې د عمران خان درملنه په سمه توګه روانه ده؛ نو ولې یې جزییات له خلکو پټ ساتي؟ هغې د عمران خان له پلویانو غوښتي، چې سړکونو ته راووځي او د هغه د مناسبې او شفافې درملنې لپاره غږ پورته کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم د عمران خان د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. همداراز د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګه د ړندېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

امریکا وایي تهران د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ شرطونه نه‌دي منلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس وایي، واشنګټن غواړي د ایران موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي؛ خو د اړتیا په صورت کې به امریکا له پوځي ځواک هم کار واخلي.

هغه له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا حکومت هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام مسله د خبرو له لارې حل کړي؛ خو ټول انتخابونه لاهم پر مېز دي. نوموړي زیاته کړې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لپاره روښانه سرې کرښې ټاکلې چې تر ټولو مهمه یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

د هغه په وینا؛ ایران لاتراوسه چمتو نه‌دی چې دغه شرایط ومني. وېنس ویلي، په جېنوا کې له ایران سره شوې خبرې «له یوه اړخه مثبتې» وې او دواړو لوریو هوکړه کړې چې بیا به سره وګوري؛ خو دا هم څرګنده وه چې تهران لا د امریکا ټاکلې کرښې نه‌دي منلي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړی، که ایران اټومي وسلو ته ورسېږي؛ نور هېوادونه به هم د ورته وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي، چې دا به د امریکا او سیمې لپاره «ناورین» وي.

هغه ټینګار وکړ، امریکا پیاوړی پوځ لري او ولسمشر ټرمپ ښودلې چې د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک کار اخلي؛ خو ورته مهال د ډیپلوماسۍ له لارې د حل لپاره هم جدي چمتووالی لري.

امریکایي لوړپوړی چارواکی: چین په ۲۰۲۰کال کې پټه اټومي ازموینه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې، چې چین د ۲۰۲۰کال په جون میاشت کې د لوپ نور په سیمه کې تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه ترسره کړې؛ خو چین بیا دغه تورونه رد کړي او هغه یې د دغه هېواد په چارو کې «سیاسي لاسوهنه» بللې ده.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کریسټوفر یاو ویلي، چې د ۲۰۲۰کال د جون پر ۲۲مه نېټه په قزاقستان کې د زلزلې د ارزولو یوې دستګاه د ۲.۷۵ درجې په کچه یوه چاودنه ثبت کړې چې مرکز یې د چین د لوپ نور اټومي ازموینې له سیمې شاوخوا ۷۲۰ کیلومتره لرې ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، اضافي معلومات ښيي چې دغه پېښه نه د کان‌کېندنې له چاودنو سره سمون لري او نه هم د طبیعي زلزلې بڼه لري؛ بلکې «د اټومي ازموینې له یوې چاودنې سره ورته والی لري».

خو د اټومي ازموینو د مخنیوي نړۍوال تړون سازمان (CTBTO) ویلي، شته معلومات د دغه ادعا د تایید لپاره بسنه نه‌کوي. د دغه سازمان اجرایوي مشر رابرت فلوید په یوه بیان کې ویلي، یادې دستګاه د جون پر ۲۲مه د زلزلې دوه سوکه ټکانونه ثبت کړي چې ترمنځ یې ۱۲ ثانیې واټن و؛ خو شدت یې د هغه کچې څخه ډېر ټیټ و. چې د اټومي ازموینې د قطعي تشخیص لپاره اړین بلل کېږي.

په واشنګټن کې د چین سفارت بیا د امریکا تورونه «په بشپړه توګه بې‌بنسټه» بللي او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د دې لپاره کېږي چې امریکا خپل اټومي ازموینې بیا پیلولو ته پلمه برابره کړي. د یاد سفارت ویاند لیو پېنګ‌یو په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې دغه ډول دریځ «د اټومي برلاسۍ د ترلاسه کولو هڅه او له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو تېښته» ده.

چین چې د ۱۹۹۶کال د اټومي ازموینو د بندیز نړۍوال تړون لاسلیک کړی؛ خو لا یې توشیح کړی نه‌دی تر دې وړاندې هم د نوې ازموینې ترسره کول رد کړي دي. د چین وروستۍ رسمي تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه په ۱۹۹۶کال کې شوې وه.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین فشار راوړي، چې له امریکا او روسیې سره د ستراتېژیکو اټومي وسلو د محدودیت د نوي تړون په خبرو کې ګډون وکړي. د «نیو سټارټ» تړون تر پای ته رسېدو وروسته، د نوې اټومي سیالۍ د چټکېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چین دا مهال له ۶۰۰ډېرې فعالې اټومي سرګلولې لري او تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰کاله پورې به دغه شمېر له ۱۰۰۰ واوړي؛ خو بیجېنګ ټینګار کوي چې د دوی اټومي زېرمه د واشنګټن او مسکو پرتله ډېره کوچنۍ ده.

پنټاګون: د نشه‌یي توکو د قاچاق پر درېیو شکمنو بېړیو بریدونه شوي او ۱۱ کسان په‌کې وژل شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

پنټاګون اعلان کړی، چې امریکایي ځواکونو په جلا جلا بریدونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په شک درې کوچنۍ بېړۍ په نښه کړې دي، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امريکا د جګړه‌ييزې سمندري بېړیو يوه برخه له لاتينې امريکا څخه وتلې او د دې هېواد پوځي تمرکز منځني ختيځ ته اړول شوی دی.

د پوځي چارواکو په وينا، د سپټمبر له مياشتې راهيسې د لوېديځې نيمه کرې لپاره د امريکا پوځي تګلاره د سمندري نشه‌يي توکو د قاچاق پر مخنيوي متمرکزه شوې ده. د امريکا حکومت د نشه‌يي توکو جريان د ملي امنيت لپاره ګواښ بللی او د ونزوېلا د کلابندۍ او د دغه هېواد د ناقانونه تېلو د سوداګرۍ د مخنيوي لپاره يې تر دولسو زياتې جګړه‌ييزې بېړۍ لېږلې وې. د دې پراخو عملياتو پایله د نيکولاس مادورو د نيولو لامل شو.

اوس د دغو بېړيو ډېری منځني ختيځ ته روانې شوې دي؛ هغه سيمه چې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښايي پر ايران نوي پوځي بريدونه ترسره شي.

د امريکا د پوځ سوېلي قوماندې ويلي، چې دا درې بېړۍ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر پېژندل شويو لارو روانې وې او د «ترهګرو په توګه ټاکل شويو سازمانونو» له لوري اداره کېدې. يو بريد په کاراييب سمندر کې او دوه نور په ختيځ ارام سمندر کې ترسره شوي دي؛ هغه لارې چې چارواکي وايي، زياتره له کولمبيا او اکوادور څخه پيلېږي.

د سپټمبر له پيل راهيسې د دې عملياتو په ترڅ کې د امريکا پوځ ۴۳ بېړۍ په نښه کړې دي، چې لږ تر لږه ۱۳۳ تنه په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور چې له لومړنيو بريدونو څخه ژوندي پاتې شوي وو، ښايي وروسته مړه شوي وي.

دا عمليات له وړاندې له حقوقي نيوکو سره مخ وو. د سپټمبر په لومړيو کې په لومړي بريد کې د يوې لارښوونکې بمبارۍ له امله ۹ تنه ووژل شول او دوه ژوندي پاتې کسان چې د کښتۍ د پاتې شونو سره نښتي وو، په دويم بريد کې هم په نښه شول؛ هغه اقدام چې ځينو قانون جوړونکو او د نړۍوالو بشري حقونو فعالانو جګړه‌ييز جرم بللی وو.

له دغه جنجال وروسته تګلارې داسې بدلې شوې، چې که شکمن کسان ژوندي پاتې شي، د ژغورنې عملیات به لومړیتوب ولري، خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا بدلون کله او د چا په امر شوی دی.

د لوېدیځو هېوادونو مشرانو د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي وویله

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

د برېتانیا پاچا، د امریکا ولسمشر، د کاناډا لومړي وزیر او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو د سې‌شنبې په ورځ د روژې میاشتې د رارسېدو له امله مسلمانانو ته مبارکي وویله او دا یې د مهربانۍ، خواخوږۍ او یو بل ته د مرستې فرصت وباله.

سعودي عربستان د چهارشنبې ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې هغو مسلمانانو ته چې روژه نمانځي، خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې او دا میاشت یې د روح د نوې کېدو، تفکر او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله.

هغه وویل، روژه د دعا، روژې نیولو او د کورنیو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا له لارې د خواخوږۍ، بښنې او عاجزۍ ارزښتونه روښانه کوي او هیله یې وښوده، چې دا موسم دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي.

د برېتانیا شاهي کورنۍ هم په یوه پیغام کې د برېتانیا، د ګډو هېوادونو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او د ارام او برکتي میاشت هیله یې وکړه. همدارنګه د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم مسلمانانو ته دا میاشت مبارک وبلله او دا یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړ.

په کاناډا کې لومړي وزیر مارک کارني په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې روژه د تفکر او دعا فرصت وباله او د کاناډا او نړۍ مسلمانانو ته یې د ارام او له برکته ډکې میاشتې هیله وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې وویل، چې دا میاشت د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا او یووالي فرصت دی.

هغه د نړۍ روانو کړکېچونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له افغانستان څخه تر یمن او له غزې تر سوډان پورې میلیونونه کسان له جګړې، لوږې، بې‌ځایه کېدو او تبعیض سره مخ دي او باید په دې میاشت کې د خواخوږۍ او د اړمنو د ملاتړ پیغام ژوندی وساتل شي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي هم مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او ویې لیکل: «د روژې سپېڅلې میاشت د مسلمانانو لپاره فرصت دی څو خپل ایمان پیاوړی کړي، تفکر وکړي، بښنه وکړي او مینه او نېکۍ عملي کړي».

هغه وویل: «په روژه کې موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې زموږ د ملت بریا، ځواک او یووالی د هر اسټرالیايي پر بنسټیز حق ولاړ دی چې خپل دیني مراسم په ازاده او خوندي توګه ترسره کړي او په خپل هویت وویاړي».

د لندن ښاروال صادق خان په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل، چې د روژې د پیل پر مهال د خلکو له راټولېدو سره ښار په ځانګړې رڼا او شور ځلېږي او د هیلې او د کلتوري تنوع نښه ده. هغه زیاته کړه: «زما د کورنۍ له لوري ستاسو کورنۍ ته روژه مبارک».

په همدې حال کې، د اسراییل پوځ هم په یوه پیغام کې هغو کسانو ته چې دا میاشت نمانځي، د روژې مبارکي وویله.

د ایران ولسمشر: موږ هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه یو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې په دې اړه د څارنې او تفتیش پروسې ته غاړه کېږدي.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، مسعود پزشکیان په یوه مرکې کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوه، په ډاګه وویل: «موږ هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه یو». هغه زیاته کړه: «که څوک وغواړي دا موضوع وڅاري او تفتیش وکړي، موږ د دې ډول څارنې او رښتیا موندلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو».

د ایران ولسمشر د هېواد رسمي دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې تهران تل د خپلو اټومي فعالیتونو د سولې او بې‌خطره طبیعت په اړه ټینګار کړی دی او چمتو دی، چې د نظارتي چوکاټونو په بهیر کې له نړۍوالو سره همکاري وکړي.

نن په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ درې ساعته مذاکرات هم وشول او تر خبرو اترو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي رسنیو ته وویل، چې له امریکا سره پر ځینو اصولو هوکړو ته رسېدلي دي. هغه وایي، ډېر ژر به د دغو هوکړو په تړاو یو ګډ متن هم له امریکا سره چمتو او خپور کړي.