
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ د اونیز کنفرانس پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که طالبان د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې عملي اقدام ونه کړي، اسلاماباد به “ پر میز ټول انتخابونه” وساتي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان تر اوسه له زغم څخه کار اخلي، خو که غوښتنې یې پوره نه شي، نور اقدامات هم په پام کې نیول کېدای شي.
تر دې وړاندېد پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم یو وار بیا ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې مېشت وسلهوال مهار کړي. هغه خبرداری ورکړی، چې که طالبان د دغو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي؛ نو پاکستان به په افغانستان کې له نورو هوايي بریدونو ډډه ونه کړي.
اندرابي زیاته کړه: «موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې زموږ خلک په بې رحمۍ سره ووژل شي. موږ د ځان د دفاع حق لرو، لکه څنګه چې دا حق موږ ته د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې راکړل شوی دی».
د نوموړي په وینا، هر هغه اقدام چې د پاکستان له لوري د یادو ډلو پر ضد ترسره کېږي، د ځان د دفاع په چوکاټ کې به وي او موخه به یې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د ژوند خوندیتوب وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۲۷مه نېټه، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یو موټربم برید وشو، چې له امله یې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو ډیپلوماټ احضار کړ او په دې اړه یې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه.