• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۷۴۰زره ډېرې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په زندانونو کې د ښځو د ساتنې او د هغوی پر وړاندې د جرمونو کمولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. یاد سازمان ویلي، چې اوس‌مهال په نړۍ کې تر ۷۴۰زره زیاتې ښځې او نجونې په زندانونو کې دي او له ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د ښځو د مقام کمېسیون د ۷۰مې غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په جزایي سیسټمونو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې له ازادۍ څخه د بې‌برخو ښځو لپاره عدالت، امنیت او انساني کرامت ته لاسرسی خورا لږ دی. د ملګرو ملتونو په وینا؛ دا مهال د نړۍ د زندانیانو له ټول نفوس څخه شاوخوا ۷ سلنه یې ښځې جوړوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۰۰کال راهیسې د ښځینه بندیانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او د زیاتوالي چټکتیا یې نږدې د نارینه‌و پرتله درې برابره ده. د دغه شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۱۹زره ماشومان هم له خپلو مېندو سره په زندانونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «ډېری ښځې د بې‌وزلۍ، جریمې یا ضمانت ورکولو د نشتوالي او د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو له امله بندیانې کېږي». دوی وایي، چې په زندانونو کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له نورو ګواښونو سره هم مخ دي؛ په ځانګړې توګه جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، ګڼه ګوڼه او نور شرایط چې ښایي د ناوړه چلند یا شکنجې سره برابر وي. هغوی ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید په زندانونو او نورو توقیف ځایونو کې د ښځو امنیت تضمین کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو برید «ډېر خطرناک» بولي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له "العربیه" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي».

همدارنګه لاوروف زیاته کړې: «ایران د سوله‌ییزو موخو غني کولو حق لري. تهران چمتو دی چې د غني کولو کچه د سوله‌ییزو موخو لپاره اړینې کچې ته راټیټه کړي».

د روسیې دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس ادارې له پلټونکو سره به ایران مرسته وکړي».

وای‌نټ: تهران د امریکا د احتمالي برید په صورت کې له حزب‌الله څخه د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

اسراییلي رسنۍ «وای‌نټ» راپور ورکړی، چې ایران پر حزب‌الله فشار راوړی ترڅو د امریکا د احتمالي برید په صورت کې جګړې ته ورګډ شي.

د یادې رسنۍ د راپور له‌مخې، اسراییل «بدلونونه په دقت سره څاري» او «حزب‌الله ته یې څرګند خبرداری ورکړی چې که د مداخلې پرېکړه وکړي، دا ځل به له خورا دردوونکي ګوزار سره مخ شي».

په یاد راپور کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د حزب‌الله د احتمالي مداخلې لپاره زیان اړونکی پلان چمتو کړی دی.

وای‌نټ لیکلي، چې اسراییل پر ایران د امریکا د برید پرمهال له تهران سره د نورو ډلو سره د احتمالي جګړې لپاره ځان چمتو کوي.

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه باسي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۰

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي وال‌سټریټ ژورنال ته تایید کړې، چې امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.

وال‌سټریټ ژورنال د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې امریکا په سوریه کې مېشت خپل شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېرې باسي.

دغه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي: «امریکايي ځواکونه چمتو دي چې په سیمه کې د داعش هر ډول ګواښونو ته ځواب ووايي، په داسې حال کې چې موږ د یادې ترهګري شبکې د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي لپاره د خپلو متحدینو د هڅو ملاتړ کوو».

یاد چارواکي ویلي، چې په سوریه کې په لوی شمېر د امریکايي ځواکونو شتون ته نوره اړتیا نشته.

یاد چارواکي زیاته کړې: «د سوریې حکومت لېوالتیا ښودلې، چې په خپلو پولو کې د ترهګریزو ګواښونو پروړاندې د مبارزې اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا پوځ ویلي و چې دوی په سوریه کې له یوې ستراتیژیکې اډې څخه د وتلو لړۍ بشپړه کړې او اډه یې سوریايي ځواکونو ته سپارلې ده.

پوتین: پر کیوبا د امریکا نوي بندیزونه د منلو وړ نه دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کرملین کې د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز سره ولیدل او د امریکا له‌خوا پر دغه هېواد لګول شوي نوي بندیزونه یې «د نه منلو وړ» وبلل. هغه وایي، مسکو له دې اقداماتو سره مخالفت لري او چمتو دی له هاوانا سره همکاري وکړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس (ټاس) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ولادیمیر پوتین د کیوبا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي: «د امریکا له لوري پر کیوبا نوي بندیزونه لګول شوي دي. تاسې پوهېږئ چې موږ د دې موضوع په اړه څه احساس لرو؛ موږ دا ډول کړنې نه منو».

د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې د مسکو او هاوانا اړیکې «په مثبت لوري» د پرمختګ په حال کې دي.

همداراز، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جلا کتنه کې له خپل کیوبايي سیال سره اعلان وکړ، چې مسکو له متحده ایالتونو څخه غوښتي دي څو پر دې ټاپو بشپړ سمندري محاصره ونه‌لګوي او پر ځای یې د خبرو اترو له لارې د حل ملاتړ وکړي.

خو بل‌ پلو، ټاس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د کرملین د ویاند ډیمیټری پسکوف له قوله راپور ورکړ، چې روسیې، امریکا او اوکراین په سویس کې د سولې په اړه درې اړخیزې خبرې کړې دي، خو مسکو په دې ناسته کې له واشنګټن سره د کیوبا موضوع نه ده یاده کړې.

د ډونالډ ټرمپ ادارې کیوبا د امریکا د ملي امنیت لپاره «غېرمعمولي ګواښ» بللی او دې هېواد ته یې د ونزویلا د تېلو بهیر بند کړی دی. واشنګټن خبرداری هم ورکړی، چې هر هغه هېواد چې کیوبا ته سون توکي ورسوي، له نويو تعرفو او مالیاتي لګښتونو سره به مخ شي.

د امریکا د بندیزونو سختېدو او د تېلو د رسولو لارو تړل کېدو په کیوبا کې د سون توکو کړکېچ لا ژور کړی او د ګرځندوی او خدماتو په څېر برخې یې له جدي سقوط سره مخامخ کړې دي.

یوه لوړپوړي روسي ډیپلومات تېره اوونۍ ویلي وو، چې مسکو چمتو دی له هاوانا سره مرسته وکړي او د امریکا هغو هڅو پر وړاندې ودرېږي چې غواړي دغه هېواد له تېلو بې برخې کړي.

سویډن د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د سویډن حکومت اعلان کړی، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ۷۰ میلیونه سویډني کرون ورکوي، ترڅو د افغانستان، سوریې او سومالیا په څېر هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنېدو بهیر چټک کړي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورشیل وايي، چې ځانګړې شوې پیسې به د افغانستان، عراق، سومالیا، ازبکستان، سوریې، تونس او لیبیا څخه د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي او د هغه کډوالو د بېرته لېږلو په بهیر کې وکاروي، چې په سویډن کې یې د پناه غوښته رد شوې ده.

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، چې دمګړی له هرو درېیو پناه‌غوښتونکو څخه یوازې یو یې د پناه اخیستو قانوني شرایط پوره کوي.

یوهان فورشیل وايي: «دا پیسې د هغو کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي چې د هویت د تثبیت اسناد نه لري، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. ستنېدونکو کسانو ته په خپل هېواد کې د سرپناه، خوړو او درملو برابرول هم شامل دي، څو د هغوی بېرته ستنېدل اسانه شي او همدارنګه د ډیپورټ کولو یا اېستلو د بهیر ګړندي کولو کې هم لګول کېږي، چې په سویډن کې په مجرم پېژندل شوي دي».

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، ځانګړې شوې پیسې به د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري ولګول شي.