• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف له ایران څخه غوښتي چې د لاریونونو پرمهال نیول شوي ټول ماشومان خوشې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د نیول شویو ماشومانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې نیول شوي ماشومان خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د نیول شویو ماشومانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې له ایران څخه غوښتنه کړې، چې خپلواکو بنسټونو ته دې اجازه ورکړي، څو د نیول شویو ماشومانو روغتیايي او رواني وضعیت له نږدې وګوري.

د یونېسف په اعلامیه کې راغلي: «ایران د ماشومانو د حقونو نړۍوال کنوانسیون لاسلیک کړی او د قانون له‌مخې، مکلف دی، چې د ماشومانو خوندیتوب تضمین کړي. ایران باید ژر تر ژره نیول شوي ماشومان له زندانه ازاد کړي».

د ملګرو ملتونو یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې زندان او توقیف د ماشومانو پر راتلونکي شخصیت او پرمختګ ویجاړونکې او تلپاتې اغیزې پرېږدي او ټینګار کوي، چې ماشومان باید په هېڅ ډول د لویانو په څېر په زندانونو کې ونه‌ساتل شي.

لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې په ایران کې د پراخو لاریونونو پر مهال څومره ماشومان نیول شوي او لا هم بندیان دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي