رویټرز: امریکا به د کب تر ۲۵مې خپل ځواکونه په منځني ختیځ کې ځای پرځای کړي

رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې ایراني چارواکي به د سېشنبې ورځې تر لیدنې وروسته له امریکایي پلاوي سره خپل وړاندیزونه په لیکلي بڼه وړاندې کړي.
د راپور له مخې؛ دغه وړاندیزونه به د هغو موضوعاتو په اړه وي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندې شوي؛ څو د ایران او امریکا ترمنځ له جګړې مخنیوی وشي.
همداراز ویل شوي، چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکارانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې ټول هغه امریکایي پوځیان چې سیمې ته استول شوي باید د کب میاشتې تر ۲۵مې نېټې په خپلو ټاکلو ځایونو کې ځای پرځای شي.
سرچینو زیاته کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د فبرورۍ په ۲۸مه (د کب په ۱۰مه) اسراییل ته سفر وکړي او هلته به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران په اړه خبرې وکړي.
