سي‌بي‌اېس: د امریکا پوځ پر ایران د برید لپاره چمتو دی

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې پوځ چمتو دی له شنبې نه پر ایران بریدونه پيل کړي. ځینو سرچینو ویلي، د هر احتمالي اقدام مهالوېش ښايي راتلونکې اونۍ وي.