• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې څېړنه: غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر اعلان شویو هغو لوړ دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰

د لنسټ ګلوبل هېلت مجلې یو څېړنه څرګندوي، چې د اسراییل د پوځي برید په لومړیو ۱۵ میاشتو کې په غزې تړانګه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۷۵ زرو اوړي. دا شمېر د هغو نږدې ۴۹ زرو کسانو پرتله ډېر لوړ دی، چې همدې موده کې د غزې روغتیايي چارواکو اعلان کړی وو.

دغه علمي او ارزول شوې څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري د دې مودې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شاوخوا ۵۶ اعشاریه ۲ سلنه جوړوي. د څېړونکو په وینا، دا ترکیب په ټوله کې د غزې د روغتیا وزارت له راپورونو سره سمون لري.

د دې څېړنې میداني چارې د «فلسطین د پالیسۍ او سروې څېړنیز مرکز» له لوري ترسره شوې دي. دا بنسټ د فلسطیني نظر پوښتونکي خلیل شقاقي تر مشرۍ لاندې کار کوي او له څو لسیزو راهیسې په لوېدیځه غاړه او غزه کې د عامه افکارو سروې‌ګانې ترسره کوي. د دې مطالعې اصلي لیکوال مایکل سپاګاټ دی، چې د رایل هالووې د لندن پوهنتون استاد دی.

د لیکوالانو په وینا، دا په غزې تړانګه کې د مړینو د کچې په اړه لومړنۍ خپلواکه وګړنیزه سروې ده، چې د روغتیا وزارت پر اداري شمېرو له تکیې پرته ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۰مې نېټې پیل او په اوو ورځو کې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له دوو زرو فلسطیني کورنیو سره مخامخ مرکې شوې دي.

په راپور کې راغلي: «ګډ شواهد ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې، د غزې تړانګې شاوخوا ۳ تر ۴ سلنه وګړي د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. همدارنګه، د جګړې له امله په غیرمستقیم ډول د پام وړ شمېر عادي مړینې هم رامنځته شوې دي».

د قربانیانو د شمېر پر سر اختلاف

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې وروسته، کله چې د حماس په مشرۍ پر اسراییل بریدونه وشول او ورپسې اسراییل پر غزې دوامداره بریدونه پیل کړل، د وژل شویو کسانو شمېر تل لانجمنه موضوع پاتې شوې ده. د غزې روغتیايي چارواکي، چې ملګرو ملتونو په تېرو کلونو کې یې شمېرې د باور وړ بللې دي وایي، تر اوسه له ۷۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او اټکل کوي، چې زرګونه جسدونه لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

اسراییل دغه شمېر له دې امله تر پوښتنې لاندې راوستی، چې د غزې روغتیا وزارت د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي. خو تېره میاشت د اسراییل یوه لوړپوړي پوځي چارواکي اسراییلي رسنیو ته ویلي وو، چې دغه شمېر په ټوله کې سم دی؛ هغه دریځ چې وروسته د اسراییل پوځ وویل، د رسمي معلوماتو استازیتوب نه‌کوي.

د لنست ګلوبل هېلت څېړونکي وایي، د دوی شننه هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې شمېر لوړ ښودل شوی دی او ان دا څرګندوي، چې د روغتیا وزارت شمېر ښايي د روانو بحراني شرایطو له امله تر اصلي شمېر ټيټ وي.

د مړینو د شمېر د محاسبې څرنګوالی

په دې څېړنه کې میداني مرکه‌کوونکي چې ډېری یې ښځې وې او د سروې په ترسره کولو کې یې تجربه لرله، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له کورنیو سره مخامخ خبرې کړې دي. په پوښتنپاڼه کې له ځواب ویونکو غوښتل شوي وو، چې د خپلو نږدې خپلوانو هغه کسان په نومونو یاد کړي چې وژل شوي دي.

لیکوالان څرګندوي، چې د مړینو اټکل د وزندارو ټولیزو شمیرو پر بنسټ شوی دی؛ یعنې د سروې هر ګډونوال ته داسې توان ورکړل شوی، چې د غزې په ټول نفوس کې د هغه د استازیتوب کوونکو کسانو شمېر وښيي. د هغوی په وینا، د تاوتریخوالي اړوند مړینو پایلې د ۹۵ سلنې باور وړ کچې له حدودو سره مل دي، چې د احصایوي اټکل د کره‌والي اندازه څرګندوي.

د دې څېړنې له‌مخې، د جګړې په لومړیو ۱۵ میاشتو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ عادي مړینې هم ثبت شوې دي، چې لاملونه یې ناروغۍ، پخواني جسمي حالتونه، پېښې یا د جګړې له امله نور غیرمستقیم عوامل بلل شوي دي. دا شمېر له هغو نږدې ۷۵ زره او ۲۰۰ جګړه ییزو مړینو څخه جلا اټکل شوی دی.

د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې په بریدونو کې چې د حماس تر مشرتابه لاندې ځواکونو د اسراییل پر سوېل ترسره کړل، له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور یرغمل نیول شوي وو. د اوربند پر مهال یو شمېر یرغمل کسان او د ځینو وژل شویو مړي بېرته سپارل شوي دي.

حماس له اسراییل سره په نښتو کې د خپلو ځینو پوځي قومندانانو وژل کېدل منلي، خو د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه یې ډېر کم رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده