• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرملین: له اوکراین سره د مذاکراتو بل پړاو په جنیوا کې د وروستیو خبرو پایلو پورې تړلی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰

د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي، چې له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو د راتلونکي پړاو ځای او وخت په اړه پرېکړه به په جنیوا کې د وروستیو دوه ورځنیو مذاکراتو له ارزونې وروسته وشي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، چې روسیه دمګړۍ د هغو درې اړخیزو خبرو پایلو ارزونه کوي، چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په سویس کې تر سره شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته له اوکراین سره د سولې په تړاو د ورستیو مذاکراتو بشپړ راپور وړاندې شوی او له یاد هېواد سره به د خبرو او راتلونکي اقدام پرېکړه د همدې راپور پر بنسټ تر سره شي.

پسکوف زیاته کړې:«روسیه او اوکراین د موضوع په حل کې د اروپايي ټولنې ګډون ته هېڅ اړتیا نه‌ویني. اروپایان اوسمهال د مذاکراتو پر میز هیڅ حضور نه‌لري. روسیه په دې باور ده، چې د اروپا دریځ د سولې پر ځای د جګړې له دوام سره مرسته کوي او له اوکراین سره د راتلونکو مذاکراتو د وخت او ځای په اړه لا تر اوسه څه پرېکړه نه‌ده شوې».

همدارنګه د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي، چې په جنیوا کې له وروستیو درې اړخیزو مذاکراتو وروسته د روسیې او واشنګټن ترمنځ هېڅ اړیکه نه‌ده نیول شوې او د راتلونکو مذاکراتو مهالوېش ټاکل په امریکايي لوري پورې اړه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په چیلي کې د یوې ګاز وړونکې لارۍ د چاودنې له امله ۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۰

ځايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د اوبلن ګاز وړونکې لارۍ د چيلي په پلازمېنه سانتياګو ښار کې پر بل مخ واوښته او وروسته درنه چاودنه رامنځته شوه. پولیس وایي، دې پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي پوليسو مشر په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د لارۍ چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړی و او تر چپه کدو وروسته چاودنه رامنځته شوې ده. د چارواکو په وينا، په مړه شویو کسانو کې د لارۍ چلوونکی هم شامل دی.

په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له ځایه د اور لمبې پورته کېدې. دا پېښه د سانتياګو ښار د شمال په رېنکا سيمه کې، د يوې لويې لارې او صنعتي سيمې ته نږدې رامنځته شوې ده.

د اور وژنې د ادارې په وينا، د چاودنې شدت د شاوخوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ مترو پورې احساس شوی او لږ تر لږه ۵۰ نورو موټرو ته هم زيان اوښتی دی.

د چيلي ولسمشر ګابريل بوريچ ویلي، چې د چاودنې ځينې توکړې هلته درې سوداګريزو واحدونو ته ورغورځېدلې دي، خو تر اوسه د نورو زيانونو راپور نه‌دی ورکړل شوی. همدارنګه د سانتياګو والي کلوديو اورېګو ویلي، چې د ټپيانو له ډلې د پنځو کسانو روغتيايي حالت نازک دی او يو تن يې سل په سلو کې سوځېدلی او د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دی.

ګوترېش: مصنوعي ځیرکتیا راتلونکې باید یوازې د څو هېوادونو له‌خوا ونه‌ټاکل شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش وایي، د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکې باید یوازې د څو هېوادونو له‌خوا ونه‌ټاکل شي او نه هم د څو میلیاردرانو د خوښې او ارادې پر بنسټ پرېښودل شي.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې مصنوعي ځیرکتیا باید د هر چا وي او هر څوک ورته لاسرسی ولري.

ګوترېش زیاته کړه: «مصنوعي ځیرکتیا باید د هر چا په ګټه وي.مصنوعي ځیرکتیا باید د هر چا لپاره خوندي وي».

مصنوعي ځیرکتیا یا اې‌ای په ساده توګه هغه ټېکنالوژي ده، چې کمپیوټرونه یا ماشینونه په‌کې د انسانانو د هوښیارو فعالیتونو تقلید کوي.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه کولای شي زده‌کړه وکړي، فکر وکړي، پېژندنه وکړي او پرېکړې وکړي. دا سیسټمونه د انسانانو له‌خوا د لویو ډیټاګانو پر بنسټ جوړیږي او ترتیبیږي او په دې توګه د خپلو کړنو دقت او سرعت لوړوي.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه په بېلابېلو کچو وېشل شوي. لکه؛ ضعیف AI، عمومي AI او سوپرAI.

ضعیف اې‌ای: دا ډول مصنوعي ځیرکتیا یوازې ځانګړو دندو ته جوړې شوې او یوازې په یوې ځانګړې برخې کې فعالیت کوي.

مثلاً د سیري یا الیکسا په څېر غږ پېژندونکي سیسټمونه چې یوازې د غږونو پېژندلو او ځواب ورکولو وړتیا لري.

عمومي اې‌ای: عمومي مصنوعي ځیرکتیا کولای شي انسانانو ته ورته هوښیار فعالیتونه تر سره کړي. دا سیسټمونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې زده‌کړه وکړي، ورکړي او نوې تجربې ترلاسه کړي.

سوپر اې‌ای: دا هغه ډول مصنوعي ځیرکتیا ده، چې له انسانانو په فکري استحکام او هوښیارۍ کې برلاسې ده. دا ډول AI لا تر اوسه نه‌ده رامنځته شوې، خو په راتلونکي کې د دې جوړېدو احتمال شته.

مصنوعي ځیرکتیا په عمومي ډول د ډیټا پر بنسټ کار کوي. په دې پروسه کې ماشینونه د لویې کچې ډیټا تحلیلوي او د دې ډیټا پر بنسټ زده‌کړه کوي، معلومات وړاندې کوي او د پوښتنې ځواب وايي. د ماشین زده کړه (Machine Learning) او ژوره زده‌کړه (Deep Learning) د مصنوعي ځیرکتیا مهمې برخې دي.

په ماشیني زده‌کړه کې ماشینونه د ډیټا پر بنسټ بېلابېلې بڼې او الګوګانې زده‌کوي. په ژوره زده‌کړه کې بیا نیورل شبکه (Neural Network) کارول کېږي، چې د انسان دماغ ته ورته فعالیت کوي او د ډېرو پېچلو معلوماتو تحلیل کولای شي.

مصنوعي ځیرکتیا هغه ټېکنالوژي ده، چې د انسانانو ژوند او ټولنه کې یې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي. که څه هم AI ډېرې ګټې لري خو ځینې ننګونې او خطرونه هم له ځان سره لري.

د دې لپاره چې اې‌ای د انسانانو د ژوند د ښه کولو لپاره وکارول شي اړینه ده، چې د دې ټېکنالوژۍ کارونې لپاره مناسب قوانین او اخلاق وضع شي.

مصنوعي ځیرکتیا په راتلونکې کې نور هم پرمختګ کوي او کولای شي د نړۍ د راتلونکو مسایلو د حل لپاره یوه مهمه وسیله شي.

شهباز شریف: د خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل د فلسطينيانو حق او د تلپاتې سولې بنسټيز شرط دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، په غزه کې د تلپاتې سولې ټينګښت ګډ ماموريت دی او د يوه ازاد او خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل د فلسطيني ولس مشروع حق او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.

شهباز شريف دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) «د غزې د سولې پلاوي» په لومړۍ غونډه کې وکړې، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د واشنګټن ډي‌سي په ښار کې جوړه شوې وه. هغه وويل، چې د دې پلاوي په پرانيستې غونډه کې ګډون ورته وياړ دی او ټينګار يې وکړ، چې په غزه کې د تلپاتې سولې ترلاسه کول د دې نوښت اصلي موخه ده.

د پاکستان لومړي وزير د غزې لپاره د سولې د هڅو د بريا په اړه هيله څرګنده کړه او ويې ويل، نن ورځ کېدای شي د منځني ختيځ د سولې د تحقق لپاره د تاريخ د یوه «زرين فصل» په توګه ثبت شي.

هغه همداراز غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو پر بنسټ دې فلسطينيانو ته خپل حقونه ورکړل شي او ټينګار يې وکړ، چې په غزه کې د اوربند د سرغړونو بندېدل د تلپاتې سولې لپاره اړين دي.

شهباز شريف د خپلو خبرو په دوام کې د نړۍوالو شخړو په هواري کې د امريکا د ولسمشر رول وستايه او ويې ويل، چې د ډونالډ ټرمپ پر وخت مداخلې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ودروله او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د زرګونو کسانو ژوند وژغوره او سویلي اسيا يې له يوې سترې فاجعې وساتله.

ولادیمیر زېلېنسکي: زرګونه اوکرايني مسلمانانو د روژې لومړۍ ورځ د جګړو په لیکو کې تېره کړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روژې مبارکې مياشتې له پيل سره هم‌مهاله اعلان وکړ، چې زرګونه اوکرايني مسلمانانو د دې سپېڅلې مياشتې لومړۍ ورځ د جګړې په ډګرونو کې تېره کړه.

زېلېنسکي د روژې مياشتې معنوي ارزښت ته په اشارې سره وويل، دا مياشت د رښتينې دوعا، عبادت او د ايمان د پياوړتيا وخت دی. د هغه په وينا، سږکال د اوکراين ډېری مسلمانان بیا د جګړې په سختو شرايطو او د لومړۍ کرښې په سنګرونو کې د روژې هرکلی کوي.

د اوکراين ولسمشر د کريميا د تاتارانو حالت ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د کريميا د تاتار ولس يوه برخه لا هم د روسيې تر «اشغال» لاندې او په بند کې ژوند کوي. هغه ټينګار وکړ، چې د اوکراين حکومت د خپلو ټولو وګړو د ازادۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دي.

زېلېنسکي همداراز د اسلامي نړۍ له ملاتړه مننه وکړه او ويې ويل، چې د مسلمانانو دوعاوې او يووالی د اوکراين لپاره ارزښت لري. هغه هيله څرګنده کړه، چې د روژې په مياشت کې دوعا او پيوستون به د باعزته او تلپاتې سولې د ټينګېدو لامل شي.

هغه په پای کې د نړۍ ټولو ولسونو ته د رښتينې سولې او ډاډمن امن هيله وکړه او ټينګار يې وکړ، چې جګړه او تاوتريخوالی بايد د نړۍ په هېڅ ګوټ کې عادي چاره ونه‌ګرځي.

ټرمپ وايي ملګرو ملتونو ته پیسې ور کوي چې د فعالیت جوګه شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې متحده ایالات به ملګرو ملتونو ته مالي مرسته ورکړي چې دغه سازمان پیاوړی او د فعالیت وړ شي.

امریکا د ملګرو ملتونو د بودجې تر ټولو لوی تمویل کوونکی هېواد دی، خو د ټرمپ د ادارې پر مهال یې د منظمې بودجې لازمي ونډې نه دي ورکړې او همدارنګه یې هغو ادارو ته چې خپلواکې بودجې لري، داوطلبانه مرستې کمې کړې دي.

ټرمپ وویل: «موږ به ملګري ملتونه پیاوړي کړو. ډاډ به ترلاسه کړو چې د هغوی تاسیسات ښه وي. هغوی مرستې ته اړتیا لري. موږ به له مالي پلوه ورسره مرسته وکړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه د فعالیت وړ وي».

هغه زیاته کړه: «زما په اند ملګري ملتونه لوی ظرفیت لري، رښتیا هم لوی ظرفیت لري. خو تر اوسه یې خپل هغه ظرفیت نه دی پوره کړی».