د روژې په لومړۍ ورځ؛ له ایران او پاکستان نه تر ۴زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د سلواغې ۲۹مه) ۸۴۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۳۶۷ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.