روسیې له ایران سره د کړکېچ پر سوله ییز اواري ټینګار کړی

روسیې ویلي چې له ایران سره کړکېچ ډېر شوی، خو بیا هم له ډیپلوماتیکو او د خبرو اترو له لارې د سولهییز حل تمه لري. د ایران سمندري ځواکونو نن له روسیې سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي او سي بي اېس رپوټ ورکړی چې امریکا او اسراییل پر ایران د برید لپاره د فبرورۍ ۲۱مه ټاکلې.
