د باجوړ تر برید وروسته؛ پاکستان طالب ډیپلوماټ احضار کړ

په باجوړ کې تر وروستي برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی دی. دغه وزارت د طالبانو ډیپلوماټ ته یو اعتراض لیک سپارلی او پهکې یې د باجوړ په برید کې د افغانستان د خاورې کارونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
