• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که تهران هوکړه ونه‌کړي، نو خورا بدې پېښې به رامنځته شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خورا سخت او بې ساری خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه معنا لرونکې هوکړه ونه‌کړي، نو په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به له خورا بدو پایلو سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په واشنګټن کې د «سولې بورډ» غونډې پر مهال ویلي، چې له تهران سره مذاکرات په ښه لوري روان دي، خو له جزییاتو ورکولو پرته یې ټینګار کړی، چې وخت په تېرېدو دی.

ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تهران باید یوې معنا لرونکې هوکړې ته ورسېږي «ګنې بدې پېښې به وشي».

نوموړي د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام د وخت په اړه زیاته کړه: «ښايي تاسو به په راتلونکو ۱۰ ورځو کې خبر شئ. زه فکر کوم وروستی وخت به ۱۰ یا ۱۵ ورځې وي».

د ټرمپ له‌خوا ایران ته دا تازه ګواښ پر داسې مهال شوی، چې د تیرې سې‌شنبې په ورځ په جنیوا کې دواړو لورو اټومي مذاکرات ترسره کړل او له مذاکراتو وروسته عراقچي ویلي و، چې پر ځینو مسایلو یې هوکړه کړې، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ خبریالانو ته ویلي و، چې دواړه لوري لا هم د ځینو مسایلو په اړه اختلاف لري.

د راپورونو له‌مخې، امریکا دمګړی په منځني ختیځ کې خپل نظامي حضور تر ټولو لوړې کچې ته رسولی او لویې جنګي بیړۍ یې هم ځای پر ځای کړې دي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی